د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په چین کې میشت افغان سفارت سرپرست سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ذکریا بریالي، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او احمد شکیب احمدیار، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د رخت پلورونکو اتحاديي رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله او یو شمیر سوداګرو په چین کې میشت افغان سفارت سرپرست ښاغلي محیي الدین سادات سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا او افغان سوداګرو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند په چین کې د افغانستان سفیر او د هېواد سوداګرو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې په نړۍ کې د چین د اقتصادي موقعیت او د هوا او ځمکې له لارې له چین سره د افغانستان د سوداګرۍ په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د سوداګریزو راکړو ورکړو د حجم په پام کې نیولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکې د لیږد کم لګښت ته په کتو سره باید د افغانستان – چین د اورګاډي پټلۍ د لا اسانتیا لپاره هڅې وشي تر څو تجارت په عمده توګه د ځمکې له لارې ترسره شي.
 
ښاغلي مهمند په افغانستان کې د چین له سفارت سره د سوداګرو د اوسنیو ستونزو په اړه د څو ناستو یادونه وکړه او په ځانګړې توګه یې د ویزو موضوع ته اشاره وکړه او د نوي افغان سفیر د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي عطايي د افغانستان د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا او په دې برخه کې د چین د مثبت رول په اړه په چین کې د افغانستان د سفارت هڅې وستایلې او د سوداګریزو – اقتصادي اړیکو د پراختیا او د پانګونې د جلبولو په څانګړې توګه د کانونو او طبیعي سرچینو په برخه کې یې د چین پانګونه اړینه وبلله.
 
ښاغلي حاجي عبیدالله د هغو ستونزو یادونه وکړه چې په تېرو دوو کلونو کې یې د سوداګرۍ په برخه کې خنډونه رامنځته کړي وه، په ځانګړې توګه افغان سوداګرو ته د ویزو د عدم ورکړې ستونزه او په چین کې د افغان سفارت له سرپرست څخه يي وغوښتل چې د دوی ستونزو ته د حل لارې چارې پیداکړي.
 
ښاغلي شیرین آغا سخي د سوداګرو د ستونزو د تائید په ترڅ کې له هغو سوداګرو اتحادیو څخه چې له چین سره سوداګریزې اړیکې لري وغوښتل چې خپلې شته ستونزې په منظم ډول ترتیب او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره يي شریکې څو اتاق يي په چین کې د افغان سفارت له سرپرست سره په همغږۍ د حل لارې چارې ورته ولټوي.
 
په چین کې د افغان سفارت سرپرست ښاغلي سادات د اتاق د مدیره پلاوي د خبرو او د افغان سوداګرو د ستونزو له اورېدلو وروسته وویل، چې د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه یې د دغه اتاق د مدیره پلاوي له لارې معلومات ترلاسه کړي دي. او ژمنه يي وکړه چې یادو ستونزو ته د حل لارو پیداکولو او سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو په برخه کې به کوټلي ګامونه پورته کړي.
 
ښاغلی سادات زیاته کړه 'موږ هڅه کوو څو له اړوندو وزارتونو, ادارو او په افغانستان کی د چین سفارت سره په همکاری او همغږی کی د سوداګریزو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه ګړندی ګامونه پورته کړو.