د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د افغانستان بانک له سرپرست رئیس سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د پنجشیر ولایتي اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي نجابت حیدري، یو شمیر سوداګرو او پانګه والو د افغانستان بانک له سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر (حاجي ادریس) سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرو او پانګه والو شتو بانکي ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د سوداګریزو، تولیدي او قراردادي شرکتونو خوندیتوب او زمانتونو ستونزو په اړه خبرې وکړې او د افغانستان بانک څخه يي وغوښتل چې د یادو شرکتونو پیسې چې د هېواد په مختلفو بانکونو کې بندې پاتې دي، اجرا کړي ترڅو دوی خپل پورونه ادا او په عادي ډول خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
 
ښاغلي عبدالقاهر (حاجي ادریس) د هېواد سوداګرۍ پراختیا په برخه کې، د هېواد د سوداګرو او پانګه والو د هڅو ستاینه وکړه او ژمنه يي وکړه چې ژر تر ژره به د یادو شرکتونو ستونزو ته د پای ټکي کیښودو په موخه کوتلي ګامونه پورته کړي.