د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان اقتصادي کنفرانس کې د خصوصي سکتور نظرونه څرګند کړل

د مرغومي د میاشتې په ۲۹مه نېټه، د افغانستان اسلامي امارت لخوا د په لاره اچول شوي لمړني اقتصادي کنفرانس کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د بهرنیو هېوادونو او ادارو استازیو ګډون درلود.
 
په یاد کنفرانس کې، ښاغلي مهمند او ښاغلي خان جان الکوزي د خصوصي سکتور په استازولۍ د خصوصي سکتور نظرونه څرګند کړل.
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ښاغلي ملا محمد حسن آخند زاده د خپلې رسمي وینا په ترڅ کې د اسلامي هېوادونو څخه وغوښتل څو د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپیژني.
ښاغلي آخندزاده، ټینګار وکړ چې که چیرې اسلامي هېوادونه په بی پرې ډول اسلامي امارت په رسمیت وپیژني، نو لری نه ده چې د افغانستان ستونزې به ژر تر ژره حل شي.
 
ښاغلي آخند زاده زیاته کړه "دم ګړۍ په افغانستان کې د پانګه اچونې ټول شرایط پوره او زمینه برابره ده، خو دا چې ستر شرکتونه په افغانستان کې له پانګه اچونې ډډه کوي، دلیل يي د نړۍ له هېوادونو څخه د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت نه پیژندل دي."
 
د رئیس الوزرا لومړي مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي وویل "اقتصادي رغښت او اقتصادي پیاوړتیا د افغانستان اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي."
ښاغلي حنفي ټینګار وکړ چې اوس ددی وخت رارسیدلی چې له شتو فرصتونو او نوو او اغیزمنو کړنلارو څخه په ګټې اخیستنې سره د هېواد د اقتصادي رغښت او پیاوړتیا لپاره کار وکړو.
د یاد کنفرانس په کرنیز پنل کې چې د چین سفیر، د اسلامي امارت د کانونو او کرنې وزارتونو سرپرست وزیرانو په کې هم ګډون درلود، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د هېواد د سوداګرۍ او صادراتو په اړه خبرې وکړې او زیاته يي کړه چې د هېواد صادرات د تیر کال په پرتله زیات شوي دي.
 
ښاغلي مهمند د خپلو خبرو په ترڅ کې، د سوداګرو شتو ستونزو لکه د سوداګریزو توکو پیر په موخه بهر ته د پیسو لیږد یادونه وکړه او د یادې ستونزې حل په برخه کې يي د نړیوالې ټولنې د همکارۍ او مرستې غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند په هېواد کې د پانګه اچونې شتو فرصتونو په اړه بشپړو مالوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، د هېواد ښه امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره، د هېواد په لویو پروژو کې د پانګه اچونې لپاره بهرني هېوادونه په افغانستان کې پانګه اچونې ته وهڅول.
 
ښاغلي مهمند افغانستان یو کرنیز هېواد وباله او د کرنې او کرنیزو پراختیايي پروژو تطبیق يي د هېواد اقتصادي رغښت او بیوزلۍ په کمولو کې ډیر اړین وباله. او د نړیوالې ټولنې او بهرنیو هېوادونو څخه يي وغوښتل چې د هېواد د کرنیزې پراختیا، اصلاح شویو تخمونو ویش او د بلخ ولایت د زمین داور او شورتپه اوبه ورکونې پروژو تطبیق په برخه کې يي د دوی د ملاتړ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي خان جان الکوزي بهرنیو هېوادونو ته د پیسو لیږد ستونزې په اړه په بشپړ ډول خبرې وکړې او دی يي یوه لویه ننګونه وبلله.
ښاغلي خان جان الکوزي د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصولو او بهرنیو هېوادونو ته د پیسو لیږد ستونزې ته د پای ټکي کیښودو غوښتنه وکړه.