څيړنې او مطالعې

د کاروبار د وضعیت سروې - وږی 1396

سترې لاسته راوړنې:

- د آخرنیو سروې ګانو پر بنسټ په مجموع کې د کاروبار چاپیریال ښه والې موندلې، مګر دا سروې د ۲۰۱۶ کال په مقایسه کوم د پام وړ بدلون نه را په ګوته کوي.
- د سروې شوو کاروبارونو څخه د تر لاسه شویو معلوماتو پر بنسټ د پخوانې سروې په نسبت د دوې د باور کچه لوړه شوې، ولې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د دوې د توقع کچه کمه - شویده.
- د ۲۰۱۴ کال د تېرو دوه ربعو په څیر، يواځې د ننګرهار سیمه د کاروبار د ښه چاپیریال ښودونکې ده، او دغه راز د کندهار او بلخ سیمې هم د ښه والي نخښې نخانې را په ګوته کوي.
- د کرهڼې سکټور د کارموندنې په برخه کې تر ټولو زیات امید بخښونکې وو( ۱،۱۳)، ولې د صنعت ونډه په دې برخه کې تر ټولو کمه بریښي (۴،۹ ).
- د ۲۰۱۶ کال د آخري برخې څخه را پدیخوا د صنعت برخه په تدریجي توګه د سکټوري تقسیم بندۍ په آخر کې ځاې لري.
- لوی صنعتونه د ښه کیدا په حال کې دي، ولې برعکس د کوچنيو او منځنيو کاروبارونو وضعیت لا خراب شوې دې.
- د کاروبارونو د معلوماتو پر بنسټ د پیرودونکو په فرمایشاتو او غوښتنو کې کموالې راغلې دې.
- د سوداګرۍ د پرمختیا لپاره امنیت تر ټولو مهم فکتور دې، چې پدې برخه کې هیڅ یوه ساحه د ښه والي او بهبود ښکارندوېي نه  کوي.

د کاروبار د وضعیت سروې - چنګاښ 1396

عمومي موندنې:

- په تېرو دوو سرویو کې، د کاروبار عمومي وضعیت لږ پرمختګ کړی دی، خو د تېر کال په پرتله په کې کوم محسوسېدونکی بدلون نه دی راغلی، شرکتونه/کمپنۍ د راتلونکیو شپږو میاشتو له پاره خوشبینه دي، خو تېرې سروې ته په کتو سره یې دا وار د خوشبینۍ کچه ټیټه شوېده.
- سیمه ایز توپیرونه د پام وړ دي، ننګرهار ولایت کې کاروبارونو د پام وړ پرمختګ کړی دی، هرات هم مثبت کاروباري شاخص لري، په داسې حال کې چې کابل، کندهار او بلخ ولایتونو د خپل خرابېدونکي کاروبارونو په اړه کوم اړین بدلون څخه خبر نه دی ورکړی.
- په دې سروې کې د کرنې سکټور یوازینی سکټور دی، چې مثبت کاروباري شاخص لري، په داسې حال کې، چې تولیدي او رغنیز/ساختمان دوه رنځېدونکي سکټورونه دي.
- کاروبارونو د سفارشونو کتابونو یا آرډربوکس د کوچني کېدو په حال کي دي، خو د ۲۰۱۶ ز فصل ته په کتو سره په ښه حالت کې قرار لري.
- امنیت، بازار او تقاضا او زېربناوې د کاروباري پراختیا په برخه کې ډېر پرمختګ ته اړتیا لري.
- ساختمان، سوداګري، تولیدي او خدمتونو برخې ډېری وګړي له دندو ګوښه کړي، نسبت هغوی ته چې په تېرو دریو میاشتو کې ګمارنې کړي. یوازې د کرنې سکټور د ګمارنې مثبت شاخص لري.
- د دې سروې پر بنسټ، کمپنۍ د ګمارنې په برخه کې (9.3) خوشبینه دي، خو د خوشبینۍ کچې یې نسبت تېرې سروې ته کمه ده. کرنه د ګمارنې د لوړ (33.1) نرخ توقع لري او تولیدي برخه د ټیټ (-0.6) .

ډانلود پی دی اف فایل

د کاروبار د وضعیت سروې - وری 1396

عمومي موندنې:
- د اوسنۍ اوضاع په اړه په عمومي ډول د کاروباروبارونو شوې سروې دا ښیئ، چې د کاروبارونو حالت بدلون نه دی موندلی، خو د راتلونکیو شپږو میاشتو له پاره به یې غوښتنې/توقعاتو لوړ شي.
- سیمه ایز توپیرونه د پام وړ دي، د ننګرهار او هرات ولایتونه مثبت، خو د کابل، قندهار او بلخ ولایتونه بیا منفي کاروباري اقلیمي شاخصونه لري.
- په دې سروې کې د کرنې سکټور یوازینی سکټور دی، چې مثبت کاروباري اقلیمي شاخص لري.
- د کاروبارونو د راپورونو پر بنسټ، د دوی په Order books کي نسبت د تېرې سروې په پرتلنې سره کمښت راغلی، خو د ۲۰۱۶ ز کال په شان په په ښه حالت کې قرار لري.
- د کاروبار د پراختیا لپاره امنیت، اداري اصلاحات، بازار او تقاضا ستر متوقعه پرمختګونه دي.
- کمپنیو د تېرو دریو میاشتو د ګمارنو په پرتله ډېر وګړي له دندو ګوښه کړي دي، خو په عمومي ډول دوی په راتلونکیو ۶ میاشتو کې دې میلان ته خوشبینه دي.
ډانلود پی دی اف فایل

د کاروبار د وضعیت سروې - مرغومی 1395

سترې موندنې:
•    اوس مهال افغانستان د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې پوره غړیتوب ترلاسه کړی دی؛ پدې سازمان کې د غړیتوب لپاره ټول پروسیجر بشپړ شوي دي او اړوند قوانین او مقررات د ضرورت مطابق تعدیل شوي دي؛ د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې غړیتوب افغانستان د مثمر څو اړخیزو خبرو اترو لپاره یوه معتبره کړنلاره برابروي، څو د سوداګرۍ په وړاندې پراته خنډونه لرې شي؛
•    د پرانیستي لاسرسی پالیسي، چې د خصوصي سکتور د اصلاحاتو یو مهم لومړیتوب دی، د اقتصادي عالي شورا لخوا تصویب شوي ده. دغه نوې پالیسي به مخابراتي شرکتونو ته دا فرصت په لاس ورکړي، څو د نوری فایبر په برخه کې د ۵۰۰ میلیونو څخه ډیره پانګه په مستقیمه توګه ولګوي؛
•    افغانستان د تیر سیستم تطبیق له سره پیل کړی دی. کله چې دا سیستم پلي شي، تمه کیږي د افغانستان سوداګرۍ  نور هم پیاوړۍ،  ترانسپورتي او مالیاتي خنډونه لیري، او سوداګریز توکې په آسانه ډول هېواد ته دننه شي؛
•    د خصوصي سکتور د بیابیاځلي سپارښتنو په اساس، حکومت د سوداګرو او پانګوالو لپاره د ویزې د توزیع مرکز رامنځته کړ، د هېوادونو لومړنۍ لیست به پراختیا وکړی، څو مهم هېوادونه په افغانستان کې پانګونې ته  لیوالتیا پیدا کړي او د اقتصادي همکار په توګه د افغانستان سره ونډه واخلي.
•    د سوداګریزو شخړو د حل مرکز، چې د نړیوالو اصولو مطابق فعالیت کوی، په کابل کې شوی دی.
•    د سوداګریزو جوازونو د ورکولو واحد مرکز افتتاح شوی دی، د آیسا د سوداګریزو جوازونو د ورکولو څانګه د سوداګرۍ او صنایعو له وزارت سره یوځای شوی ده تمه کیږي، چې دا پریکړه د سوداګریزو جوازونو د اخېستلو په لړۍ کې د ډیر وخت او لګښتونو د لګولو څخه مخنیوی وکړي.

ډانلود پی دی اف فایل

د کاروبار د وضعیت سروې - تلې 1395

سترې موندنې:
- د تیر سروې په پرتله د کار و بار وضعیت ښه شوی، خو د راتلونکي شپږو میاشتو لپاره د خوشبیني کچه کمه شوې، زمونږ له نظره دا کمښت د موسم د بدلون له کبله رامنځته شوی دی.
- دا ځل سیمه ییز توپیرونه کم شوي دي، بلخ ښه پرمختګ او ننګرهار د پام وړ کمښت ښودلی دی.
- د متشبثینو د فرمایشونو عمومی بیلانس منفي دی خو، د تېرې سروې په پرتله یې وده موندلی ده.
- امنیت، د مارکیټ غوښتنې او ادارې اصلاحاتو ته اړتیا د کار و بار د پرمختګ لپاره ستر مطلوب پرمختګونه شمېرل کېږي.
- په ټولو څلورو سروې شویو سکتورونو کې، شرکتونو د تیرو وختونو په پرتله لږ کارکونکي په دندو ګومارلي دي.

ډانلود پی دی اف فایل

د کاروبار د وضعیت سروې - غبرګولي 1395

سترې موندنې:
- د تیرې سروې په پرتله متشبثین د خپل کاروبار راتلونکې ته لا خوشبین شوي دي.
- د بېلابېلو ولایتونو د وضعیت ترمنځ توپیر ډېر دی، او ددې سروې پر بنسټ د بلخ وضعیت ترټولو نامناسب او د ننګرهار وضعیت تر ټولو ښه راپور ورکړل شوی دی.
- له 1391 کال راپدېخوا د کابل متشبثینو د فرمایشاتو د شاخص څېړنې ښودلې چې د فرمایشاتو له وضعیت څخه د هغوی د رضایت کچه په تدریج سره کمه شوې ده.
- ددې سروې پر بنسټ د امنیت کموالی، د تولیداتو او محصولاتو لپاره د تقاضا کمېدل او د اداري اصلاحاتو نشتوالی د متشبثینو د کاروبار د ودې او پرمختګ پر وړاندې ستر خنډونه بلل کېږي.
- ټولو سکتورنو هیله مندي څرګنده کړې ده چې د تېرو درېیو میاشتو په پرتله به په راتلونکو شپږو میاشتو کې ډېر کسان په دندو وګماري.

ډانلود پی دی اف فایل

د کاروبار د وضعیت سروې - وري 1395

سترې موندنې:
- د تیرې سروې په پرتله متشبثین د خپل کاروبار راتلونکې ته خوښ ښکاري.
- د کاروبار په وضعیت کې د لږ ښه والي سره سره له بلخ ولایت څخه پرته د سروې شویو ولایتونو له ډلې د یوه هم د کاروبار شاخص مثبت نه دی.
- که څه د تېرې سروې په پرتله د پام وړ ښه والی رامنځته شوی، خو فرمایشات لا هم په ناوړه وضعیت کې دي.
- د تېرې سروې په پرتله په قندهار، هرات، کابل او ننګرهار ولایتونو کې امنیتي حالت ښه شوی دی خو یوازې د قندهار ولایت مثبت امنیتي شاخص لري.
- په وروستیو سروې ګانو کې د اصلاحاتو لپاره هیلې او غوښتنو زیاتوالی موندلی دی.

ډانلود پی دی اف فایل