د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال د هنګ له یو شمیر سوداګرو سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د هنګ له یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې د هغوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
په دی ناسته کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د صادراتو پراختیا مسؤل هم ګډون درلود. ښاغلي هوتک په هېواد کې د هنګ کیفیت تثبیتولو شرکتونو په کار ټینګار وکړ ترڅو سوداګر هندوستان ته د هنګ د صادراتو په برخه کې له ستونزو سره مخ نه شي.
 
ښاغلي هوتک د خپلو خبرو په جریان کې وویل "اتاق به په نږدی راتلونکی کې د هنګ له نمونه ګیرۍ شرکتونو سره تفاهملیک لاسلیک کړي او سوداګر به له دی وروسته د هنګ د ځنډني آزمایښت سره مخ نشي."
د اتاق د صادراتو او پانګوونې پراختیا مسؤل ژمنه وکړه چې د هغه شرکتونو سره به د ګمرک او ترانسپورت برخو کې همکاري وکړي چې غواړي د نمونه ګیرۍ ماشینونو هېواد ته وارد کړي.
 
د هنګ شرکتونو مسؤلینو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همیشنیو همکاریو ستاینه وکړه او وی ویل چې دوی به ډیر ژر د اتاق سره د نمونه ګیرۍ په برخه کې تفاهم لیک لاسلیک کړي او چمتو دي چې په ښه کیفیت سره په هیواد کې د افغان سوداګرو محصولات و ازمويي.
 
د غونډې په پای کې، هوکړه وشوه چې ډیر ژر به یو تفاهملیک لاسلیک شي چې پر بنسټ به يې د ازموینې قیمت ۲۰۰ ډالره وي.