د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د ولسي جرګې د رئیس، مرستیال او غړو سره ولیدل ‏

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، ‏د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر ‏سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ذکریا بریالي او احمد فواد دوست او د هېواد یو شمیر ‏سوداګرو د ولسي جرګې له رئیس ښاغلي میر رحمان رحماني، د ولسي جرګې له لومړي مرستیال ښاغلي ‏جاوید جیحون، د کورني امنیت کیمسیون رئیس ښاغلي خان آغا رضايي، د بودجې او مالي کمیسیون رئیس ‏ښاغلي میر افغان صافي، د ملي اقتصاد کمیسیون رئیس ښاغلي عبدالعزیز حکیمي او د ولسي جرګې له یو ‏شمیر غړو سره په جلا جلا لیدنو کې د خصوصي سکتور په ننګونو او د ځینو قوانینو په تطبیق کې د شتو ‏ستونزو په اړه خبرې اترې وکړی. ‏
 
ښاغلي مایل احمدي او د اتاق د مدیره پلاوي غړیو ښاغلي جاوید جیحون ته د هغه د نوې دندې د مبارکۍ ‏ویلو تر څنګ هیله څرګنده کړه چې ښاغلی جاوید جیحون به د خصوصي سکتور د ستونزو او ننګونو په ‏له منځه وړلو کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي. ‏
 
په همدی ډول د اتاق مشرتابه پلاوي د ولسي جرګې له رئیس، د ملي اقتصاد، بودجې او مالي او کورني ‏امنیت له رئیسانو او د ولسي جرګې له نورو غړو سره په جلا جلا ناستو کې د خصوصي سکتور د ‏ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او د له منځه وړلو په برخه کې يې د دوی د همکارۍ غوښتنه ‏وکړه. ‏
 
ښاغلي میر رحمان رحماني، ښاغلي جاوید جیحون، ښاغلي خان آغا رضايي، ښاغلي میر افغان صافي او ‏ښاغلي عبدالعزیز حکیمي ژمنه وکړه چې د خصوصي سکتور د ستونزو په ځانګړی توګه د هغو قوانینو د ‏تعدیل په برخه کې چې ولسي جرګې ته راجع کیږي خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي.