د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي، سوداګرو او د صنایعو څښتنانو د بهرنیو چارو ‏وزارت په غونډه کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي، سوداګرو او د صنایعو ‏څښتنانو د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي حنیف اتمر تر ریاست لاندی جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ. ‏
په دی غونډه کې د پانګه اچوونې په فرصتونو، کورنیو تولیداتو په زیاتوالي او یو لړ پالیسیانو باندی ‏خبرې اترې وشوی. ‏
 
د خصوصي سکتور له خوا یو شمیر وړاندیزونه لکه، بهرنیو متخصصینو ته په افغانستان کې د نوو ‏ماشین آلاتو د نصب او فعالولو په موخه د ویزې تر لاسه کولو په برخه کې آسانتیاوې، افغان سوداګرو ته ‏د بهرنیو هیوادونو ویزو په ترلاسه کولو کې آسانتیاوې، افغان سوداګرو ته د هیواد په هوايې ډګرونو کې ‏‎(VIP)‎‏ څانګې ورکول او د هیواد په ګمرکونو کې د صادراتي او وارداتي توکو د اسنادو په طی مراحل کې ‏لازمې آسانتیاوې رامنځته کول و مطرح شول. ‏
 

ښاغلي اتمر په ټینګار سره وویل چې د افغانستان دولت د هیواد په دننه پانګه اچوونې او صادراتو د ‏زیاتوالي ملاتړ کوي او افغان سوداګر او د صنایعو څښتنان يې وهڅول چې په هیواد کې دننه پانګه اچوونه ‏وکړي او کورنیو تولیداتو کارخانې جوړې کړي. ‏
 
ښاغلي هاشمي وړاندیز وکړ چې سفارت خانو او نړیوالو ادارو ته باید پنځه ګونې اتاقونه د خپلواکو ادارو ‏په توګه معرفي او ددی اتاقونو عمومي رئیسانو او د مدیره پلاوو غړیو ته لازم تشریفات په نظر کې ونیول ‏شي. ‏
نوموړي زیاته کړه چې افغان دولت باید بهرنیو پانګه اچوونکو ته لازمې آسانتیاوې رامنځته او مناسبې ‏کړنلارې په کار واچوي ترڅو بهرني پانګه اچوونکي په هیواد کې دننه پانګه اچوونې ته وهڅول شي. ‏
 
د غونډې په پای کې پریکړه وشوه، چې د پنځه ګونو اتاقونو، اتاقونو فدراسیون او د ماليې او زراعت ‏وزارتونو غړیو څخه یوه ګډه کمیټه جوړه او د بهرنیو چارو وزارت سره د یادو موضوعګانو په اړه خپلې ‏طرحې وړاندې کړي.