د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د ایران سوداګریز پلاوي سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او د اتاق عامل رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي او یو شمیر سوداګرو او پانګه اچوونکو د ایران بهرني کښت انجمن مدیره پلاوي رئیس ښاغلي علي رضواني زاده سره په اتاق کې د لیدنې په ترڅ کې د پانګه اچوونې فرصتونو، سوداګرۍ پراختیا، مالدارۍ او زراعت په اړه خبرې اترې وکړی.

ښاغلي مهمند ایراني پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ وویل "د افغانستان اقلیم د کښت او مالدارۍ لپاره ډیر مناسب دی. او یو ګډ تفاهملیک به په دواړو هیوادونو کې د سوداګرۍ او پانګه اچوونې لپاره لیار هواره کړي."

ښاغلي هاشمي د دواړو هیوادونو په خصوصي سکتورونو کې د شتو سوداګریزو او پانګه ایزو فرصتونو په اړه خبرې وکړی او د هیواد په اقتصادي لوړتیا کې يې د زراعت او مالدارۍ رول اړین وباله.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هغو پانګه اچوونو چې په هیواد کې د زراعت او مالدارۍ لوړتیا، ځان بساینې او کاري فرصتونو سبب ګرځي ملاتړ کوي."

نوموړي د ایراني سوداګرو او پانګه اچوونکو څخه وغوښتل چې د مالدارۍ د لا ښه والي، کښت او د تولیداتو پروسس په برخه کې خپلې ځانګړې طرحې د اتاق سره شریکې کړي تر څو اتاق د هیواد سوداګرو او پانګه اچوونکو سره یوځای د ګډې پانګه اچوونې په موخه ورته طرحې جوړې کړي.

ښاغلي علي رضواني زاده د افغانستان د زراعت، اوبو ورکونې او مالدارۍ وزارت وزیر سره د لیدنې، د ایران بهرني کښت انجمن فعالیتونو او د کښت په اړه د ګډو همکاریو په اړه مالومات وړاندی کړل او د وریو د اصلاح شوي نسل، د وښو تولید او د کښت تولیداتو د بسته بندۍ په برخه کې د ګډو پانګه اچوونو په اړه خپله لیوالتیا څرګنده کړه.

په دی غونډه کې افغان سوداګرو او پانګه اچوونکو هم د زراعت، باغدارۍ او مالدارۍ په اړه خبرې وکړی او په دی برخه کې يې د ګډې پانګه اچوونې په اړه خپله لیوالتیا څرګنده کړه.