جلالتمآب جمهور رئیس د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه سره ولیدل

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني هرات ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه، د معدن او صنایعو اتاق مسؤلینو، کسبګرو، د ښځو سوداګرۍ اتاق او یو شمیر سوداګرو او پانګه اچوونکو سره لیدل او په سوداګریزو او پانګه ایزو موضوعاتو باندی يې خبرې وکړی.

د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه ښاغلي یونس قاضي زاده جلالتمآب جمهور رئیس او لومړي مرستیال امرالله صالح ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د خصوصي سکتور په ستونزو او ننګونو خبرې وکړی.

ښاغلي قاضي زاده وویل "ّپه اسلام قلعه او تورغندۍ بندرونو کې د امنیت او زیربناوو نه شتون او د غربي ولایتونو په ګمرکونو کې د قانون په یوشان نه تطبیقیدل د خصوصي سکتور لپاره بنسټیزې ننګونې دي."

ښاغلي قاضي زاده زیاته کړه چې د اوبو ورکونې او زراعت وزارت له خوا د ځینو صادراتي توکو اضافي ټکس اخیستلو جدي ستونزې رامنځته کړي او د نورم او سټنډرډ اداره هم توکي په سیمه ایز معیار نه ارزوي.

ښاغلي قاضي زاده د خپلو خبرو په جریان کې وویل "د نفتي موادو اداره بی له دی چې کوم خدمت وړاندی کړي پیسې اخلي او د TCRC کمپنۍ هم د خصوصي سکتور ستونزې زیاتې کړي دي."

نوموړي وویل چې د ایران چابهار سیمه د اقتصادي تعزیراتو څخه معاف ده او سوداګر کولی شي چې خپل سوداګریز توکي د همدې لارې څخه وارد او پیسې ولیږي لیکن افغان سوداګر تر دی دمه ددی سهولت څخه برخمن شوي نه دي.

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح په خپلو خبرو کې وویل چې د اداري فساد سره به جدي مبارزه وکړي او تردی مهاله ټول مستند موارد څیړل شوي او سرغړونکو سره يې قانوني چلند شوی دی.

د هیواد جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني وویل "د هیواد اقتصادي لوړتیا په برخه کې د هرډول ښې طرحې ملاتړ کوو. د هیواد په ۸ ګمرکونو کې چې دوه يې په هرات ولایت پوری اړوند دي، د زیربناوو جوړولو په بنسټیزې نقشې کار جریان لري او حکومت ژمن دی چې په دغو زیربناوو باندی تر دوه سوه میلیونه امریکايې ډالرو پانګونه وکړي.

جلالتمآب جمهور رئیس زیاته کړه "د صادراتي توکو په سر فیصدي اخیستل موږ ته د منلو وړ نه ده او موږ به دا موضوع  وپلټو او بله دا چې هر چارواکې چې په اداري فساد ککړ ثابت شو، د دندې څخه به ګوښه کړی شي."