د سوداګرۍ او صنعت وزیر او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د سوداګرۍ د پراختیا په موخه جوړ شوي نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي سید پرویز سادات هوفیاني او د څارنې پلاوي غړي ښاغلي خالد احمدي د سوداګرۍ د پراختیا په موخه جوړ شوي نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي توکل احمدیار او ښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني د کورنیو تولیداتو څخه د لیدنې تر څنګ د متشبثینو او تولیدوونکو ستونزې واوریدې؛ او ژمنه يې وکړه چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د کورنیو او نړیوالو نندارتونونو د په لاره اچولو، او د تولیدوونکو او متشبثینو ستونزو ته د حل لارو پیداکولو په برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې او لازمې همکارۍ ونه سپموي.