د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د ښو همکاریو ستاینه وکړه

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو اتاق سره  په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار د ښځو د سوداګرۍ په لاره کې د پرتو ستونزو او دواړو اتاقونو د ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړی.

ښاغلي توکل احمدیار د ښځو د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو په برخه کې شتو خنډونو او ستونزو ته د اشارې کولو تر څنګ ددی اتاق سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سالمې اړیکې او همیشنیو همکاریو یادونه وکړه.

نوموړي د ښځو د سوداګریزو او پانګه ایزو فعالیتونو د لاښه والي په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د اوسني مشرتابه د هر اړخیزه همکاریو ډاډ ورکړ.

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو اتاق مشرتابه د اتاق د همیشنیو همکاریو په ځانګړې توګه د اوسنۍ مشرۍ د بی سیاله همکاریو ستاینه وکړه.

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو اتاق مشرتابه د اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار ته د خدیجة الکبری مجسمې په وړاندی کولو سره د نوموړي هڅې چې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو اتاق سره يې کړي دي، وستایلې.