د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه اچوونې اتاق مشرتابه او د مدیره هیت یو شمیر غړو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي ریس ښاغلي توکل احمدیار، د مدیره هیت د دار الانشا‌ء ریس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره هیت مالي ریس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره هیت د نړیوالو اړیکو ریس ښاغلي سید جاوید برهان، د مدیره هیت غړیو هر یو خان جان الکوزي، آذرخش حافظي، محمد داود یوسفزي، ذکریا بریالي، احمد فواد دوست، سید پرویز سادات هوفیاني، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، او د اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي د سوداګرۍ او صنعت له ښاغلي وزیر نثار احمد فیضي غوریاني سره لیدنه کړه.

ښاغلي توکل احمدیار نثار احمد فیضي غوریاني ته د صنعت او سوداګرۍ د وزیر کیدو په مناسبت مبارکي وویله او هیله يې څرګنده کړه چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه اچوونې اتاق تر منځ همکاري لا زیاته شي او د هیواد د اقتصادي لوړتیا او په خصوصي سکتور کې د شتو ستونزو د له منځه تلو سبب شي.

ښاغلي نثار احمد فیضي د اتاق مشرتابه او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، د خصوصي سکتور د شته ستونزو د له منځه وړلو، د هیواد اقتصادي لوړتیا او سوداګرو او پانګه اچوونکو ته د لازمو آسانتیاو برابرولو په برخه کې د خپلو هیڅ ډول همکاریو د نه سپمولو ژمنه وکړه.