د افغان – استرالیا سوداګرۍ او پانګه اچوونې ګډ اتاق د مدیره هیت لومړنۍ ټاکنې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره هیت لومړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند، د نوموړي اتاق د مدیره هیت مالي ریس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره هیت د نړیوالو اړیکو ریس ښاغلي سید جاوید برهان، د مدیره هیت د خدماتو مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د مدیره هیت د دارلانشاء ریس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره هیت غړیو هر یو محمد داود یوسفزي، احمد ضیاء عظیمي شینو‌‌زاده، احمد فواد دوست، او د هرات ولایتي اتاق د مدیره هیت غړي سید مسعود سادات د افغان – استرالیا سوداګرۍ او پانګه اچوونې ګډ اتاق د مدیره هیت په لومړنیو ټاکنو کې حضور درلود.

دغه ټاکنې د ۱۳ غړیو او د خصوصي سکتور یو شمیر استازیو په حضور کې د اتاق په کوربه توب په شفاف ډول تر سره شوی. ښاغلې اجمل حمید عبد الرحیمزی د افغان – استرالیا سوداګرۍ او پانګه اچوونې ګډ اتاق د ریس په توګه وټاکل شو. ددی اتاق دری غړي د څارنې کمیټې د غړیو په توګه وګمارل شول. دغه اتاق به په نزدی راتلونکي کې د استرالیا سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه په کار پیل وکړي.

ښاغلي یونس مهمند د افغان – استرالیا ګډ اتاق مشرتابه څخه وغوښتل چې د هیواد د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره د سوداګریزي پراختیا په لوري ګام پورته کړي او خصوصي سکتور ته د لا ډیرو آسانتیاوو د برابرولو په تکل کې واوسي. نوموړي د افغان – استرالیا ګډ اتاق رامنځته کیدل د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ګټور وباله.

ښاغلي مهمند د پاکستان او نورو هیوادونو سره ګډو اتاقونو جوړولو ته د اشارې کولو تر څنګ وویل چې دغه اتاقونه د خصوصي سکتور د ډیرو ستونزو د له منځه تلو سبب شوي دي او هیله يې څرګنده کړه، چې د افغان – استرالیا سوداګرۍ او پانګونې ګډ اتاق به وکولې شي چې د هیواد په اقتصادي لوړتیا او استرالیا ته د افغانستان سوداګریزو توکو د انتقال په برخه کې اړین رول ولوبوي.

په دی غونډه کې د مدیره هیت د نړیوالو اړیکو ریس ښاغلي سید جاوید برهان خپل نظر په دی ډول څرګند کړ "د افغان – امریکا ګډ اتاق رامنځته کیدل د دواړو هیوادونو د سوداګریزو اړیکو په پراختیا او استرالیا ته د افغانستان سوداګریزو توکو د انتقال په برخه کې مهم رول لوبولې شي."

نوموړي هیله څرګنده کړه چې د افغان – استرالیا ګډ اتاق رامنځته کیدل به د هیواد خصوصي سکتور په دی توانا کړي، چې شتو ستونزو ته د پای ټکې کیږدي.

د غونډې په پای کې، د افغان – استرالیا سوداګرۍ او پانګه اچوونې ګډ اتاق ریس ښاغلي عبد الرحیمزي ژمنه وکړه چې ددی اتاق په رامنځته کیدو سره د افغانستان او استرالیا په سوداګریزو اړیکو کې مثبت بدلون راتلو تر څنګ افغانستان وکولې شي استرالیا ته د قالینو د صادرولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي.