د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د رخت او لباس یو شمېر واردونکو سوداګرو سره د هغوی د ستونزو په تړاو بحث وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي محترمو غړو د مدیره پلاوي لومړي مرستیال محمد یونس "مومند"، د پانګونې مرستیال سلطان محمد ‏‏"صافي"، د مدیره پلاوي مالي رئیس  شیرین آغا "سخي" د اتاق د مدیره پلاوي غړي او د افغانستان د خونو د فدراسیون د سوداګرۍ او پانګونې مرستیال خانجان "الکوزي" او د اتاق د مدیره پلاوي غړي ضیاءالدین ‏‏"اچکزي" د رخت او لباس یو شمېر واردونکو سوداګرو سره د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې ولېدل او  د هغوی د ستونزو په تړاو يې خبرې وکړې.

دغه ناسته کې د هغو سوداګرو په ستونزو خبرې وشوې، چې چین هېواد کې اوسیږي یا هلته تجارتي دفترونه لري او افغانستان ته راغلي، د بېرته تګ او د خپلو سوداګریزو کارونو د بیا پېل غوښتنې لري خو، د کرونا ویروس د خپریدو له امله د چین دولت له لوري د بیرته ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې.دغو سوداګرو خپل اوسنۍ ستونزې د اندېښنې وړ وبللی او د چین هېواد د ویزې ترلاسه کولو او د دوی د شته ستونزو حل برخه کې یې د اتاق د همکاریو غوښتنه وکړه.

ښاغلي "مومند"، د سوداګرو لپاره د چین ویزې د اخیستلو او دغه برخه کې د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو سره د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له هڅو یادونه وکړه. نوموړي کابل کې د چین سفیر سره د اتاق د مشرتابه پلاوي غړو او یو شمېر سوداګرو د ناستې فرصت چې ټاکل شوې سبا د بهرنیو چارو وزارت کې ترسره شي د دې برخه کې د یاد وزارت له همکاریو مننې ترڅنګ له سوداګرو وغوښتل چې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه په منظم ډول او له اتاق سره په همغږۍ ترتیب او د حل لپاره یې د یکشنبې ورځ جوړیدونکي ناسته کې شریکې کړي.

ښاغلي ‏‏سلطان محمد”صافي"، یاودنه وکړه چې د اتاق رهبرۍ تل د سوداګرو او پانګه والو د ستونزو د حل لپاره هڅې کړي، چې تېره اونۍ هم د اتاق مشرتابه پلاوي د جمهوري ریاست له لومړي مرستیال سره په لېدنه کې د خصوصي سکتور ټولې ستونزې او ننګونې شریکې کړي او د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ژمنه وکړه چې په منظم ډول او مرحله په مرحله به شته ستوزې حل شي او د سوداګرو او پانګه والو د ورځېنۍ ستونزو راپور به هم اړوند ارګانونو ته وړاندې کیږي.

دغه ناسته کې، ښاغلو خانجان "الکوزي" او شرین آغا "سخي" د سوداګرو لپاره د چین د ویزې صدور ستونزو په ځانګړي ډول هغه شمېر سوداګر چې  یو کال اقامت هم لري او چین ته د الوتنې او ورتګ اجازې منتظر دي خبرې وکړې او دې برخه کې یې خپل نظرونه هم څرګند کړل.