د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال د ازبیکستان دچرم صنعت ادارې له مرستیال او کابل کې د هغه هېواد سفیر سره د ویډیو کنفرانس په بڼه خبرې وکړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین "مایل احمدي" ، د اتاق د عامل پلاوي د پالېسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي شفیق الله "عطایي" ، د بلخ د اتاق د مدیره پلاوي رئيس او د آی سي سي سکرتر جنرال ښاغلي آرش "یونسي"  د ازبیکستان د څرمن صنعت د ادارې مرستیال ښاغلي فرهاد نور "محمدوف" ،افغانستان کې د ازبیکستان سفیر محترم یادګار خواجه "شادمانوف"  او کابل کې د هغه هېواد  سفارت لومړي سکرتر شوکت "آدمتوف"  سره د سوداګرۍ، پانګونې او چرم صنعت د فرصتونو د ارزنې په موخه بحث او تبادل نظر وکړ.

د اتاق تجارتي مرستیال ښاغلي "مایل احمدي" د دغو ډول ناستو او افغان سوداګرو لپاره د تجارتي اسانتیاوو برابرولو برخه کې د ازبیکستان دولت په خاص توګه کابل کې د هغه هېواد سفارت له ښو او همیشنۍ همکارۍ مننه وکړه.

‏دغه ناسته کې ازبیکستان ته د پوستکي د صادراتو په زیاتولو بحث وشو ځکه، هغه هېواد د څرمن صنعت برخه کې ښه رشد کړی او خامو موادو ته اړتیا لري. همدا راز له ازبیکستان څخه د چرم وارداتو او هغه هېواد ته د افغانستان د څرمن محصولاتو لکه: بوټ او نورو صادرولو، د ازبیکستان د تجربو او تخصصي موضوعګانو شریکو او د هغه هېواد د چرم صنعت څخه د افغان سوداګرو د زده کړو په موخه  د نندارتونو او کنفرانسونو ترسره کېدو په تړاو هم خبرې وشوې.

د دې سربیره د مشترکو شرکتونو جوړولو، ګډو پانګونو او د قره قل پوستکي د صنعت په اړه خبرې وشوې او د ازبیکستان دولت چمتووالی وښود چې د قره قل صنعت د رشد لپاره به له افغانستان سره خپلې تجربې او تخصص شریک کړي.