د اتاق د پانګونې مرستيال د موبل او فرنيچر د اتحاديې له مشر او غړو سره ولېدل او د هغوى د ستونزو په حل کولو يې خبرې وکړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستيال ښاغلي سلطان محمد "صافي" دوشنبې ورځ د روان کال د وږې مېاشت په درېمه د موبل او فرنيچر د ټولنې له مشر  محمد نعيم "رحيمي" او د دې اتحاديې يو شمېر غړو سره د اتاق د غونډو په تالار کې د لېدنې په ترڅ کې د هغوى  د ستونزو او حل لارو په تړاو بحث او خبرې وکړې.‎

ښاغلي "رحيمي" د وارداتي توکو د ګمرکي پړاونو د طى کولو پر مهال  ستونزې او فساد، د دې اتحاديي پر توليدي شرکتونو د برښنا د لګښت لوړوالى د اندېښنې وړ وبلل او دغه برخه کې يې له اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.‎

سوداګرو د کراچۍ بندر او پاکستان کې د خپلو وارداتي اموالو ځنډ، د پيسو د انتقال ستونزه او همدا راز د هېواد لويو لارو کې بېلابېلې اخاذې د سوداګرو لپاره له جدي ستونزو وبللې او د شته ننګونو حل کې يې د اتاق له همکاريو وغوښته.

د اتاق د پانګونې مرستيال محترم "صافي" د کورنيو توليداتو د ملاتړ ښودلو او د سوداګرو  د ستونزو تايېد ترڅنګ، د موبل او فرنيچر د اتحاديي له رييس او غړو وغوښتل چې خپلې ټولې ستونزې په کتبي بڼه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته وسپاري او ژمنه يې وکړه چې اتاق به ډېر ژر د دوى ستونزې د حل لپاره مربوطه بنسټونو سره شريکې او د حل کولو لپاره  به يې هڅې وکړي.

سه شنبه، 4 سنبله 1399‏