د قالینو د اتحادیې او ټولنې مسوولینو او غړو د اتاق د پانګونې مرستیال سره د خپلو ستونزو په تړاو خبرې وکړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي د پانګونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي د غالیو د اتحادیې او ټولنې له مسوولینو او غړو سره د اتاق د غونډو په تالار کې کې ولېدل او د قالینو د سکتور په شته ستونزو یې بحث او خبرې وکړې.

‏دغه ناسته کې، د غالۍ سوداګرو او تولید کوونکو او د تار او وړۍ صادروونکو هندوستان ته د غالیو تار او وړۍ د صادراتو قسمت او همدا راز د غالیو صادراتو برخه کې خپلې شته ستونزې مطرح او د هغې د حل لپاره یې خپل مشخص وړاندیزونه او نظرونه هم وړاندې کړل.

ښاغلي صافي د غالۍ تار د صادروونکو، د غالیو تولید کوونکو او صادروونکو د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته خپل نظر څرګند کړ او ټینګار یې وکړ چې د ملي ګټو په پام کې نېولو سره او  د دواړو لورو د معقول غوښتنو او وړاندیزونو وروسته د مربوطه ارګانونو لخوا داسې تصمیم ونیول شي څو، له یوې خوا د قالینو د تار او وړۍ تولید کوونکو او صادروونکو ته زیان ونه رسیږي او له بل لوري د غالیو د تار او وړۍ صادرات د غالیو پر تولید کوونکو او صادروونکو منفي اغیز ونه کړي او په کور دننه د غالۍ تولید کوونکي د خامو موادو له کمښت سره مخ نه شي.

نوموړي زیاته کړه: په هغه صورت کې چې د غالیو تولید کوونکي حاضر وي،چې هېواد کې د غالۍ تولید شوي تار او وړۍ وپېري او خپل تولیداتو کې یې مصرف کړي او داخلي تار او وړۍ ته لومړیتوب ورکړل شي له دې سره به داخلي تار وکارول شي او هم به د کورنیو غالیو تولید او صادرات زیانمن نه شي.