د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رییس د ویډیو کنفرانس له طریق سعودي عربستان کې د افغانستان له سفیر سره د ګډو همکاریو په تړاو خبرې وکړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مشر ښاغلي سید زمان هاشمي، د پنجشنبې ورځ د روان کال د زمري په 30مه نېټه سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر ښاغلي احمد جاوید مجددي سره د ویډیو کنفرانس په بڼه له هغه هېواد سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او مشترکو همکاریو په تړاو بحث او خبرې وکړې.


دغه ناسته کې، له سعودي عربستان سره د تجارتي اړیکو په پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د هوکړه لیک لاسلیک، د ګډې سوداګرۍ او پانګونو د اسانتیاوو رامنځته کولو، د سوداګرۍ ګډ  اتاق جوړولو، د سوداګریزو سټنډرډونو تطبیق او بانکي ستونزو په اړه بحث او تبادل نظر وکړ.

ښاغلي هاشمي، د هېواد خصوصي سکتور سره ریاض کې د افغانستان سفارت له هڅو او ښو همکاریو مننه وکړه، له عربستان هېواد سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا چې له اروپایي هېوادونو، آسترالیا او امریکا په پرتله افغانستان ته په لنډ واټن کې پروت دی د هېواد د سوداګرۍ په ګټه وباله او هغه هېواد یې د افغانستان د محصولاتو په ځانګړې توګه وچو او تازه مېوو، زعفرانو او لوړ بیه او نیمه لوړ بیه ډبرو  لپاره ښه بازار  یاد کړ.

نوموړي په ریاض کې د افغانستان له سفیر وغوښتل چې د افغان سوداګرو لپاره د تجارتي او ګمرکي اسانتیاوو په رامنځته کولو، د سوداګرۍ د دوو اړخیزو هوکړه لیکونو امضا او بانکي خدمتونو برابرولو کې همکاري وکړي.

ښاغلي هاشمي، د افغانستان او سعودي عربستان د سوداګرو ترمنځ د ګډ تجارتي اتاق د جوړولو په موخه د اتاق له هڅو هم یادونه وکړه.
ښاغلي مجددي د دوو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره د سفارت د پروګرامونو د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ زیاته کړه: سعودي کې د افغانستان سفارت هڅه کړې څو، سعودي عربستان ته د افغانستان د سوداګریز پلاوي سفر زمینه مساعد کړي خو، د کرونا ویروس د خپریدو د زیانونو له امله اوس هغه هېواد ته د دغه سفر زمینه نه ده برابره او غوره به وي چې د ویډیو کنفرانسونو له طریق د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو سوداګریزو اړیکو او پانګونو پراختیا لپاره هڅې وکړو.

هغه د اتاق د عامل پلاوي له رییس وغوښتل چې د معادن،کرنې، سمنټ او نورو سکټورنو کې د شریکو پانګونو فرصتونو په اړه له دغه سفارت سره د اتاق معلوماتي کڅوړې شریکې کړي.
دغه ویډیو کنفرانس کې د چارو د ښه پر مخ بېولو په موخه ریاض کې د افغانستان سفارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ترمنځ د یو ګډ کاري ګروپ په جوړېدو هوکړه وشوه.

شنبه د وږې لومړۍ نېټه 1399‏