د ملی وحدت حکومت د خصوصی سکتور د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی

په افغانستان کې نا امنی دوه اړخه لري. یو یې تروزیزم دی چې د افغانستان خلک هره ورځ د تروریستی پېښو شاهدان دی او پرته له کوم شکه څخه چې د هېواد ټول اوسېدونکی له دې اړخه زیانمېږي. خو د ناامنی بل اړخ، تښتونې، وژنې او غلاوې دی چې په مستقیمه توګه د هېواد خصوصی سکټور تر هدف لاندې نیسي. دا په دې مانا دی چې خصوصی سکتور د هېواد د نورو ټولو اوسېدونکو په پرتله د شته ناامنیو له کبله ډېر زیانمېږي.

دانلود