د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مشر او ازبکستان کې د افغانستان سفیر د ویډیو کنفرانس له لارې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو موضوعګانو په تړاو خبرې وکړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رییس ښاغلي سید زمان هاشمي په ازبکستان کې د افغانستان سفیر ښاغلي خالد علمي او "تاشکند" کې د افغانستان مېشت سوداګریزې آتشه عارف حیرت سره د ویډیو کنفرانس په بڼه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د ازبکستان له مسیر قزاقستان او نورو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو پرمخ شته ننګونو په تړاو بحث او تبادل نظر وکړ.

ښاغلي هاشمي، تاشکند کې د افغانستان له سفیر وغوښتل، چې د موجوده ستونزو په اړه د ازبکستان له حکومت سره خبري وکړي او هغه هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې قزاقستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته د افغانستان صادراتي او ټرانزیټي توکو لیږد ته اسانتیاوې برابري کړي،چې له هغې جملې له مزار شریف ښار څخه د صادراتي توکو بارول،د افغانستان صادراتي محصولاتو ته ترجیحي تعرفو ورکړه او د ازبکستان په صنعتی پارکونو کې د افغانستان د هغو صادراتي توکو بسته بندي کول چې قزاقستان او روسیې ته لیږل کیږي.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره وړاندیز وکړ چې د مشترک اتاق د جوړیدو په موخه عملي ګامونه واخیستل شي.
همدا راز، اتاق د ازبکستان لخوا د اوسپنې پټلۍ له طریق چین ته د سوداګریزو توکو د انتقال له لوړې کرایه، د خدمتونو او ګمرکي تعرفو لوړوالي یادونه وکړه او دغه برخه کې یې د ډېرو اسانتیاوو رامنځته کیدو او د نرخونو د راښکته کولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي "علمي" د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي او ټرانزیټي اسانتیاوو برابرولو او د افغانستان له خاورې سویلې اسیا هېوادونو ته د صادراتو پراختیا کې د ازبکستان له لیوالتیا او د افغانستان هغه شمیر صادراتي اموال چې د سویلي اسیا نورو هېوادونو کې شامل دي، د ترجیحي تعرفې په موخه تاشکند کې د افغانستان سفارت له هڅو یادونه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د افغان سوداګرو ټول وړاندیزونه د افغانستان د حکومت لخوا  په رسمي مکتوب کې د ازبکستان لوري ته مطرح شي.  

نوموړي د سوداګرۍ د ګډ اتاق جوړیدو برخه ترسره شوې هڅې هیله بښونکې وبللې.
ازبکستان کې د افغانستان سفارت سوداګریزې آتشې د ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د نوې رېل پټلۍ چې د پخواني مسیر په نسبت 350 کیلو مټره لنډه او ارزانه تمامیږي د پرانستل کېدو خبر هم ورکړ.

سه شنبه، د زمري 7 مه 1399‏