د افغانستان او هندوستان د ممبۍ د سوداګرو د تجارتي تواصل دوېمه ناسته د ویډیو کنفرانس په بڼه ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د هندوستان د سوداګریزو کمپنیو ګروپ اتاق (IBG) د افغانستان او د هندوستان ممبۍ ښار د سوداګرو د سوداګریز تواصل دوېمه ناسته چې پکې 38 تنو هندي او 40 تنو افغان سوداګرو ګډون درلود د ویډیو کنفرانس په بڼه ترسره شوه.

دا ناسته چې د چنګاښ د لسمې نېټې د مخکېنۍ غونډې په دوام ترسره شوه، د اتاقونو مسوولینو او سوداګرو تر ډېره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په ټینګښت او د افغان او ممبۍ ښار د سوداګرو وارداتو او صادراتو په مخ شته ستونزو په تړاو بحث او خبرې وکړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رییس ښاغلي سید زمان هاشمي سوداګرو ته د افغانستان د صادراتو پروسه کې د ننګونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل  او د سوداګرو په مخ شته ستونزو په ځانګړي ډول په ګمرکونو او ټرانسپورټ،د چابهار بندر ننګونې، د ویزې صدور او د پیسو انتقال ستونزو یادونه هم وکړه.

د ممبۍ د سوداګرۍ خونې مسوولینو ژمنه وکړه چې شته ستونزې به د اړوند ادارو له چارواکو سره شریکې کړي او د کمښت په موخه به یې هڅې وکړي.هغوی وړاندیز وکړ چې پېرل او پلورل او تبادلات باید په افغانۍ او هندي کلدارو ترسره شي او دا ستونزه باید د دواړو هېوادونو مرکزي بانکونه په افغانستان او هند کې د خپلو څانګو په جوړولو سره حل کړي.دوی همدا راز د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د باور جوړونې په موخه له بانکي "لیټرآف کریډټ" کارولو ټینکار وکړ.

د دغې ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ چې راتلونکې ناسته کې د سوداګرو او د افغانستان او هند د اتاقونو د مسوولینو د ګډون ترڅنګ، په بانکي او تجارتي برخو کې د دواړو هېوادونو د اړوند حکومتي ادارو استازو ته هم بلنه ورکړل شي.

سه شنبه،د زمري 7 مه 1399‏