د پروان ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د امنیتي ځواکونو سره بشردوستانه مرسته وکړه

د پروان ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي مشر ښاغلي نظیر نوري د محترمو د پروان ولایت والي ډګر جنرال فضل الدین عیار، امنیه قوماندان غلام محمد سنایي او د پروان ولایت د امنیت رییس جمیل الله نورستاني په حضور کې د هغه ولایت مرکز او ولسوالیو کې د امنیت ښه تامین او د امنیتي بې نظمۍ او جنایي جرمونو مخنیوي کې د امنیتي ځواکونو د هڅو او خدمتونو د ستایلو په موخه، د دې ولایت 200 امنیتي ځواکونه په نغدي مساعدت سره وستایل.

ښاغلي "نوري" د پروان ولایت د خلکو په ځانګړې توګه د خصوصي سکتور د غړو امنیت تامین کې د دغه ولایت د امنیتي ځواکونو هڅې وستایلې او له نورو سوداګرو یې وغوښتل ترڅو، په اوسني وضعیت کې چې کرونا ویروس د خلکو ژوند ګواښي د پروان ولایت د امنیتي ځواکونو د شهیدانو او اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او مالي مرستې وکړي.

چهارشنبه، 15 زمرې 1399‏