د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مشر کابل د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت له اقتصادي کونسل سره د ویډیو کنفرانس له لارې په مشترکو همکاریو خبرې وکړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مشر ښاغلي سید زمان "هاشمي" کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت له اقتصادي کونسل ښاغلي الکس "هواکس" سره د ویډیو کنفرانس په بڼه تعارفي ملاقات کې د افغانستان له خصوصي سکتور سره د امریکا د ګډو همکاریو په تړاو خبرې وکړې.

ښاغلي "هاشمي" په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د خصوصي سکتور د فعالیتونو په وړاندې د ننګونو، له جملې یې له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو سره صادراتو او ټرانزیټ کې ستونزو، د لاجورد لارې مسیر او چابهار بندر ستونزو او همدا راز د افغانستان پر اقتصاد په ځانګړي ډول کوچنیو تشبثاتو د کرونا ویروس زیان اړونکو اغیزو،د اقتصاد بازار کې د خصوصي سکتور بنسټيز رول په هکله خبرې وکړې او د دغو ستونزو حل کې یې د نړیوالو بنسټونو په ځانګړې توګه د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت همکاري او ملاتړ مهم وبلل.

محترم "هواکس" د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د ممکن پروګرامونو په چوکاټ کې د امریکا د متحدو ایالتونو د اوږد مهاله همکارۍ او ملاتړ یادونه وکړه او د هغه هېواد له لوري یې د افغانستان خصوصي سکتور سره مختلفو برخو په ځانګړي ډول د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره په نږدې همغږۍ د دغو برنامو پر مخ بېولو کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او کابل کې د امریکا متحدو ایالتونو سفارت په دایمي همکاریو ټینګار وکړ.

پنجشنبه، د زمري 16مه 1399‏