د سولې له بهیر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ملاتړ

يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَ لا تَتَّبِعُوا خُطُواتِ الشَّيْطانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبين
ژباړه: ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! ټول په سوله او اشتي کې داخل شئ (الله تعالی ته مطلق تسلیم شئ) د شیطان ګامونه پیروي نه کړئ چې هغه ستاسې ښکاره دښمن دی.


سوله د ټولنې د خلکو د نیکمرغۍ یوازینۍ لار ده، د افغانستان خلکو چې له څو کلونو راهیسي ناامنۍ او جګړې تجربه کړي، سوله یو لازمي اړتیا ګڼي او په پوره درک سره له جګړو او تاوتریخوالي د ناخوالو څخه د سولې او سراسري امنیت هیله لري.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د خصوصي سکتور په استازیتوب، افغانستان کې د سولې له بهیر ملاتړ کوي او ویاړي چې د سولې پروسه کې په ملي او سوله غوښتونکې روحیه د پانګه والو او ملي سوداګرو له یو ستر قشر استازولي کوي. همدا راز د سراسري سولې او امنیت ټینګښت کې وروستي تحولات او د حکومت او نړۍوالې ټولنې اقدامات مهم او د خصوصي سکتور فعالیتونو تحول لپاره هیله بخښونکي ګڼي.
 
څرنګه چې د سولې مشورتي لویه جرګه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رییس ښاغلي توکل احمدیار فعال ګډون درلود او همدا راز د اتاق د مدیره پلاوي غړی ښاغلی خانجان الکوزی د جمهوري ریاست د عالي مقام فرمان په اساس د سولې مشورتي لویې جرګې د تدویر غړي په توګه معرفي شوی و، دوی د هېواد کې د سراسري سولې او امنیت مورد کې د خصوصي سکتور لیدلوري او نظرونه وړاندې کړل او په دغه جرګه کې یې د سولې له بهیر خپل ملاتړ وښود او څرګنده یې کړه چې سراسري سوله او امنیت د خصوصي سکتور د فعالیتونو لپاره یو له مبرم اړتیاوو او عمده لومړیتوبونو څخه ده، د خصوصي سکتور ټولنه د سولې پروسه کې د ګټور نقش د اجرا او دغه بهیر کې هر اړخیز همکاریو ته چمتو ده.
 
پرته له شک، سوله د ټولنې د ټولو قشرونو په ځانګړي ډول پانګه والو لپاره چې له ټولو ګواښونو او نا امنۍ سره یې د هېواد اقتصادي ودې او پراختیا، د کاري فرصتونو رامنځته کولو، د تولیداتو او ملي عوایدو زیاتوالي په موخه سترې پانګونې کړي دي او ملي سوداګر چې د خپلو هېوادوالو د تقاضا د پوره کولو په موخه یې تشبثاتي فعالیتونه ترسره کړي دي، د نیکمرغۍ او سوکالۍ زیری دی.
 
سراسري سوله او امنیت به هېواد کې د خصوصي سکتور پراختیا لپاره انګیزه او اساسي عامل وي او د خصوصي سکتور ټولنه به د سولې، ثبات او امن فضا کې د خپلو فعالیتونو دوام لپاره ډېرې هڅې وکړي.
 
د افغانستان د خصوصي سکتور ټولنه د ملي وجیبې او ایماني رسالت له درک سره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره په همغږۍ او د ټولنې د اړتیاوو په درک کولو سره د سولې بهیر او له سولې پروسې وروسته مرحله کې د تعریف شوي چوکاټ مطابقت کې د خپل نقش اجرا لپاره بشپړ چمتووالي لري او د سوکاله،ښېرازه او امن راتلونکي لپاره خوشبین ده.