د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رییس د امریکا سفارت مرستیالې او یو شمېر حکومتي چارواکو سره د ویډیو ‏کنفرانس له طریق د خصوصي سکتور سره د ملي تدارکاتو ادارې د چارچوبي قراردادونو په تړاو خبرې وکړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رییس ښاغلي سید زمان "هاشمي" کابل کې د امریکا د متحده ‏ایالتونو د سفارت له مرستیالې مېرمن کرن"دیکر" او د دغه سفارت له اقتصادي کونسل ښاغلي الکس "هواکس"، د ملي ‏تدارکاتو ادارې مشر ښاغلي الهام عمر "هوتکي" د عامې روغتیا وزارت مرستیال او د نړیوال اتاق او د ښځو د سوداګرۍ ‏اتاق رییسانو سره د ملي تدارکاتو ادارې له لوري له خصوصي سکتور سره د چارچوبي تړونونو په اړه د ویډیو کنفرانس ‏له لارې خبرې وکړې‎.


په دغه ویدیو کنفرانس کې د خبرو ډیره برخه له خصوصي سکتور او اتاقونو سره د ملي تدارکاتو ادارې د چارچوبي ‏تړونونو د طرحې او ترتیب په اړه وه،چې د ملي تدارکاتو اداره په پام کې لري له دې وروسته د حکومتي ادارو د ‏ضرورت وړ تړونونه په ځانګړې ډول د عامې روغتیا وزارت د درملو،روغتیایي توکو، ضد غفوني او میکروب پاکوونکو ‏توکو تړونونه له هغو شمېر معتبر داخلي واجد شرایط شرکتونو سره لاسلیک کړي چې د اتاقونو د تاېید وړ هم وي‎.
 
ښاغلي "هاشمي" د حکومت د دې نوښت هر کلی وکړ او دا کار یې د خصوصي سکتور او اتاقونو د ملاتړ لپاره مهم ‏ګام وباله. هغه په شرایطو برابر تولیدي شرکتونو او حکومتي ادارو سره د اتاقونو د ښې همغږۍ مورد کې خپل مشخص ‏وړاندیزونه هم بیان کړل‎.
 
د اتاق د عامل پلاوي مشر ښاغلي"هاشمي" د خصوصي او عامه سکتور ترمنځ ښې همکارۍ او شراکت په موخه د ‏اړوندو ادارو له لوري د یوې عمومي او رڼې کړنلارې د رامنځته کولو ټینګار هم وکړ‎.‎
 
کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو د سفارت مرستیالې د حکومت له دغې طرح خوښي وښوده او زیاته یې کړه: هره ‏طرحه چې د افغانستان د خصوصي سکتور د ملاتړ او تقویت لامل کیږي، د امریکا سفارت یې د یو ښه شریک او همکار ‏په توګه ملاتړ کوي.‏
 
پنجشنبه د زمري 23 مه 1399‏