د عامل پلاوي د رئیس ژوند لیک

ښاغلی سید زمان هاشمي د 2019 زیږدیز کال د ډسمبر په 14مه نېټه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي د رئیس په توګه مقرر شوی دی. ‎نوموړی له دې مخکې د عدلې وزارت د حقوقو د ادارې عمومي رئیس په حیث دنده ترسره کړې ده او په افغانستان کې د رسمي عدالت پراختیا پر مخ بېولو کې یې ونډه اخستی ده. له دې سربیره ، ښاغلی هاشمي د کانونو د حقوقو او قوانینو او د کانونو نړیوالو پالیسي ګانو او نړیوالو سوداګریزو معاملاتو څانګه کې یو له تجربه لرونکو حقوق پوهانو څخه دی.

محترم هاشمي د کانونو او پترولیم وزارت کې د ستر حقوقي کارپوه او ستر سلاکار په توګه هم دنده سرته رسولی ده. دی په ریښتیني معنی د کانونو او نړیوالې سوداګرۍ متخصص دی چې د فوق العاده مسلکي  لوړو زده کړو او تجربو سره یې د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت کې د معادن، نفت او ګازو پر ستونزمنو او له ننګونو ډکو پروژو کار کړی دی.

محترم هاشمي ، د کابل پوهنتون له حقوقو پوهنځي فارغ دی او د امریکې د متحدو ایالتونو  د سیراکیوز ‎ (Syracuse)او دینور پوهنتونونو  څخه د عامه ادارې حقوقو او د نړۍوالې سوداګرۍ د معاملاتو حقوقو کې د دوه ماسټرۍ لرونکی دی چې د طبیعي سرچینو د مدیریت حقوق ، د معادن قانون او د هغې نړیواله پالیسي، د نړیوالې پانګونې حکمیت ، د نفت او ګاز قانون او د کانونو او طبیعي سرچینو د قراردادونو د مذاکراتو تخصص لوړې زده کړې پکې شاملې دي.

ښاغلي هاشمي د کانونو وزارت کې په ټولو هغو مهمو موضوعګانو کې چې له هغو سره یې سر او کار درلود، عمیقآ ښکیل و، د استخراجي صنایعو د ودې لپاره د جامع حقوقي او قانوني چوکاټ جوړول، له پانګه والو سره د معادن، نفت او ګازو د سترو تړونونو په اړه مذاکره ، د موجوده تړونونو څېړل او همدا راز د ټاپي پروژې مذاکراتو پر مخ وړلو کې حقوقي متخصص د کانونو او پطرولیم وزارت دنده کې د نوموړي د نورو مسولیتونو له جملې دي.ښاغلی هاشمي دغه وزارت کې یو ښه مدیر و چې خپل مسوولیتونه یې په واقعي تخصص او تدبیر سره سرته رسولي او نړیوال همکاران چې له دوی سره یې کار کولو تر اغیزې لاندې را وستل چې له ډلې یې د مایر براون، اس آر کی او کرتیس مالت- پریووست‎ کمپنۍ نړیوال وکیلان او حقوق پوهان و.  ‎

محترم سید زمان هاشمي، بله غني تجربه هم لري، چې د دوی د مسلکي توان او له ګڼو خلکو سره د دوی د وسیع کړنو ښکارندوي ده.

نوموړي پنځه کاله د ملي شورا ولسي جرګه کې  د نړۍ والو اړیکو رئیس او د پارلماني چارو د کمېټو د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې ده او همدا راز کابل کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) د پروژې د مرستیال په حیث یې هم دنده ترسره کړي ده .