د افغانستان – ایران دوهم ګډ نندارتون

د افغانستان او ایران ترمنځ دوهم ګډ نندارتون نن په کابل ښار کې جوړ شو. دا نندارتون د "نندارتونیزو پروژو مدیریت" ایرانی شرکت لخوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او د ایران د سوداګرۍ د پراختیا سازمان په مرسته د ۱۳۹۳ کال د سلواغې له ۲۸ مې د کب تر لومړی نېټې د څلور ورځو لپاره د کابل په اورانوس هوټل کې جوړ شو او د سهار له ۱۰ بجو د مازدیګر تر ۵ بجو به د ګډونکونو پرمخ پرانیستی وی.

دانلود