افغان سوداګر لا هم له ناامنۍ، کمزورو بېخبناو او د تقاضا له کموالی څخه سر ټکوی. خو د ښه راتلونکی په باب هیله مندی ډېره شوې ده

د ۱۳۹۳ کال د سلواغې 11 مه کابل، افغانستان: د کاروبار د ټولیزو شرایطو سروی پر بنسټ چې نن د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق لخوا خپره شوه، په ټوله کې د کاروبار شرایط په مني کې ښه شوي دي. درې میاشتې وړاندې د ټاکنیزو کړکېجونو او سیاسی ناخوالو له امله، سوداګرۍ او پانګې اچونې له ستونزو سره مخ وې. سوداګر لا هم د کاروبارو اوسنی وضعیت د عادی حالت په پرتله خراب بولی خو راتلونکو شپږو میاشتو ته ډېرې هیله مندۍ لری.

دانلود