پاکستان ته د ولسمشر سفر او د دوو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټی اړیکو د ښوالی په برخه کې يې مثبتې پایلې

پاکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غنی په سفر کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق لخوا یو ۳۵ کسیز پلاوی د ده ملتیا کوله. ولسمشر د پاکستان له صدراعظم سره او د دې هیواد د ګڼو اقتصادی چارواکو په ګډون د یوې ناستې په لړ کې، په پاکستان کې د افغان سوداګرو پر وړاندې ترانزیتی او سوداګریزې ستونزې له نوموړي سره شریکې کړلې چې د پاکستانی چارواکو لخوا ژمنه وکړل شوه چې یادو ستونزو د له منځه وړلو لپاره به هر اړخیزې هلی ځلی ترسره شی.

دانلود