د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په اتاق کې د IRU استازولۍ تاسیس کولو په اړه ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي سید جاوید برهان، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د اتاق د مدیره پلاوي غړي او د ټرانسپورټ کمېټې رئیس ښاغلي فواد احمد دوست او د بامیانو ولایتي اتاق رئیس او د ټرانسپورټ کمېټې مرستیال ښاغلي لطف الله امیني په أفغانستان کې د نړیوال ځمکني ټرانسپورټ اتحاديې یا IRU استازولۍ تاسیس کولو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
په دې ناسته کې د نړیوال ځمکني ټرانسپورټ اتحاديې IRU پروژې د اهمیت او د (TIR) د فعالیتونو او تطبیق پر وړاندې د ننګونو، د دغې پروژې په تطبیق کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د رول په اړه د لا زیاتې همغږۍ، د ترانسپورتي شرکتونو لپاره د تخنیکي روزنې او د موټر چلوونکو د ظرفیت لوړولو او د اتاق او د ترانسپورت وزارت تر منځ د لا ډیرې همغږۍ رامنځته کولو په اړه خبرې وشوې او د سوداګرۍ اتاق مشرتابه په دې اړه خپل نظرونه څرګند کړل.
 
په دې کتنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق کې د اکاډمۍ د جوړولو په اړه د عملي اقداماتو، د ترانسپورت وزارت په همکارۍ د ټرانسپورټي شرکتونو او بارکوالۍ د وضعیت د هر اړخیزې ارزونې او د بېلابېلو سکتورونو د جلا کولو په اړه هم خبرې وشوې.