مطبوعاتي اعلاميې

د افغانستان ملي اقتصادي غونډه

د افغانستان ملی اقتصادی غونډه، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او د پانګونی په برخه کی د اسانتیاوو برابرولو (حرکت) اداری په ګډ نوښت ترسره شوه. په  ې ناسته کې سوداګر، پانګوال او غوره اقتصاد پوهان د هیواد له بیلابیلو سیمو ځخه راټول شوي ول، تر ځو د خصوصی سکتور پر وړاندی خڼډونه او دهغو د اوارولو لاری تر څیړنو لاندی ونیسی.

دانلود


نا امني او د زېر بنايي پروژو كموالى (په ځانګړې توګه د برېښنا نشتوالى) د كاروبار اصلي خنډونه

د كاروبار په اړه د اتاق دوهمه سروې دا څرګندوي چې امنيتي ستونزې لا هم د كاروباري فعالانو د پانګونې  په برخه كې مهم خنډ دى. په دغو درې ولايتونو كې څو مشترك خنډونه دا دي، ځمكو ته نه لاسرسى، د ماليې وركولو غير شفافه پروسه او د عمومي داوطلبيو په وخت كې درانه بانكي ضمانتونه.

دانلود


د افغانستان صادرات د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زيات شوي دي

د افغانستان صادرات سره له دې چې د ډېرو ستونزو سره مخ دي، مګر سره له دې بيا هم د تېر کال په پرتله يې د پام وړ پرمختګ کړی دی. د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د صادراتو او صنایعو د پراختيا عمومي مديريت د ارقامو په اساس د ۱۳۹۱ کال په لومړۍ ربع کې د افغانستان د صادراتو ميزان له ۶۴ ملیونه ډالرو زیات و چې له نېکه مرغه د سږ کال په لومړۍ ربع کې ۱۰۰ مليونه ډالرو ته رسېږي. دا وده د صادراتو نږدې څلوېښت سلنه زيات والی را په ګوته کوي.

دانلود