مطبوعاتي اعلاميې

په اتاق کې د سوداګريزو اړيکو مرکز پرانيستل شو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق، سوداګریزو مالوماتو ته د سوداګرو د لاسرسی، د امریکا او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو جوړول او د بریالو سوداګریزو تجربو شریکولو په موخه د امریکا د متحده ایالاتو د سوداګرۍ ریاست په مرسته د سوداګریزو اړیکو مرکز جوړ کړ.

دانلود


په کاروبار باندې د زغرده اقلیمي بدلونونو اغېزه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د وروستی سروی له مخې، اقلیمی بدلونونه د کوچني او منځني سوداګرو په کاروبار باندې په ځانکړی توګه د ساختمان او خدمتونو په سکتور باندې اغیزه لري. له همدې کبله د کاروبار وضعیت د ۱۳۹۳ کال په پسرلي کې د تیر کال د لړم د میاشتې په پرتله ښه وه.

دانلود


د افغانستان صادرات د تیر کال په پرتله ۳۳ سلنه زیات شوی دي

که څه هم د افغانستان صادرات له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دی، خو له دی سره یې د تیر کال په پرتله ډیر والی موندلی دی.

دانلود


د تیر سیستم په اړه د پوهای کنفرانس په کابل کې جوړ شو

د تیر سیستم د پوهاوي کنفرانس د اړوندو حکومتی ادارو او بنسټونو، باروړونکو، ترانسپورتی او سوداګریز شرکتونو د پوهاوی په موخه  د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او د آلمان نړیوالې پراختیایي ادارې GIZ په مرسته په کابل ښار کې جوړ شو.

دانلود


د افغان – ترک څلورم نړيوال نندارتون

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د افغان – ترک د سوداګرو او صنعتکارانو د انجمن سره په ګډه د درې کاله وړاندې نندارتونونو په لړ کې د افغان – ترک څلورم نړيوال نندارتون هم د روان ۱۳۹۳ کال د وري د مياشتې  له ۲۶مې – ۲۹مې نېټې پورې په کابل کې جوړوی.

دانلود


د افغانستان ملي اقتصادي غونډه

د افغانستان ملی اقتصادی غونډه، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او د پانګونی په برخه کی د اسانتیاوو برابرولو (حرکت) اداری په ګډ نوښت ترسره شوه. په  ې ناسته کې سوداګر، پانګوال او غوره اقتصاد پوهان د هیواد له بیلابیلو سیمو ځخه راټول شوي ول، تر ځو د خصوصی سکتور پر وړاندی خڼډونه او دهغو د اوارولو لاری تر څیړنو لاندی ونیسی.

دانلود


نا امني او د زېر بنايي پروژو كموالى (په ځانګړې توګه د برېښنا نشتوالى) د كاروبار اصلي خنډونه

د كاروبار په اړه د اتاق دوهمه سروې دا څرګندوي چې امنيتي ستونزې لا هم د كاروباري فعالانو د پانګونې  په برخه كې مهم خنډ دى. په دغو درې ولايتونو كې څو مشترك خنډونه دا دي، ځمكو ته نه لاسرسى، د ماليې وركولو غير شفافه پروسه او د عمومي داوطلبيو په وخت كې درانه بانكي ضمانتونه.

دانلود