مطبوعاتي اعلاميې

اتاق او د چین د سوداګرۍ او صنعت سرتاسری کنفدراسیون یو پوهنلیک لاسلیک کړ

اتاق او د چین جمهوری د سوداګرۍ او صنعت سرتاسری کنفدراسیون، د سوداګرۍ او پانګې اچونې د پراختیا او د دواړو هیوادونو ترمنځ د لاډیرو اقتصادي همکاریو په موخه  یو ‍پوهنلیک لاسلیک کړ. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د مدیره پلاوی لومړي مرستیال ښاغلی الحاج خانجان الکوزي او د چین د سوداګرۍ او صنعت د سرتاسری کنفدراسیون رئیس ښاغلی ونګ جین مین، د ۱۳۹۳ کال د لړم د میاشتې په ۶ مه نیټه دغه پوهنلیک د چین په بجینګ کې لاسلیک کړ.

دانلود

د افغانستان – امریکا د لسم تجارتی تواصل کلنی کنفرانس لپاره مقدماتی غونډه

د افغانستان – امریکا د سوداګرۍ او صنایعو ګډ اتاق د خپل افغان ملګرو بنسټونو لکه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او د ساختماني شرکتونو د انجمن په هر اړخیز ملاتړ سره د افغانستان – امریکا د لسم تجارتی تواصل د کلنی کنفرانس د جوړولو په موخه د ۱۳۹۳ کال د لړم په ۶ مه نېټه د کابل په صافی لندمارک هوټل کې مقدماتی ناسته برابره کړله.

دانلود

د اصلاحاتو په موخه د خصوصی سکتور د لومړیتوبونو کنفرانس

نن، د ۱۳۹۳ کال د تلې د میاشتې په ۲۷ مه نېټه، د اصلاحاتو په موخه د خصوصي سکتور د لومړیتوبونو په کنفرانس کې د خصوصي سکتور استازي په کابل کې راغونډ شول ترڅو د سوداګرۍ د ودې او د افغانستان د اقتصادي پراختیا په موخه د لویو ستونزو د اوارولو په برخه کې د ريښتیني او عملي کړنلارو لنډ لست جوړ کړي.

دانلود

د کاروبار د وضعیت څلورمه سروې

په اقتصادی کاروبار باندې د ټاکنیز کړکېج ناوړې اغېزې"

د دې سروې پر بنسټ په تېرو دریو میاشتو کې د کارو بار شرایط په ټوله کې خراب شوي، چې له امله یې کوچني او د منځنۍ کچې شرکتونه ډېر زیانمن شوي دي.

دانلود

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ملی نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ملی نندارتون د ۱۳۹۳ کال د غبرګولي له ۲۸ مې تر ۳۰ مې نېټې  د ټلنټ تبلیغاتي شرکت لخوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ ادارې (آیسا) په مرسته د نندارتونونو او اقتصادی پرمختګونو د ریاست په سالونونو کې د درې ورځو لپاره جوړ شو.

دانلود


د اتاق او د خصوصي سوداګرو د نړیوال مرکز (CIPE) تر منځ د کاروبار د سیمه یزې آجندا په اړوند تفاهملیک

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او د خصوصی سوداګرو د نړیوال مرکز (CIPE) تر منځ د سیمه یز کاروبار آجندا په اړوند د همکاری تفاهملیک لاسلیک شو. لومړی به دغه سروی په ننګرها، بلخ او هرات  ولایتونو کې تر سره کیږي.

دانلود


ښاغلي محمد قربان حقجو د اتاق د عامل پلاوی له ریاست څخه استعفا ورکړله

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د عامل پلاوی رئیس ښاغلی محمد قربان حقجو د ټاکنو په دویم پړاو کې د اصلاحات او همپالنې تیم څخه د ملاتړ او یو ځای کیدو په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د عامل پلاوي ریاست څخه یې په رسمي توګه خپله استعفا وړاندې کړله.

دانلود