مطبوعاتي اعلاميې

خصوصی متشبثینو لپاره د مالیاتی سیستم د پوهاوی کنفرانس

د مالیې وزارت د عوایدو ریاست او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق په ګډه د خصوصی متشبثینو لپاره د مالیاتی سیستم د پوهاوی کنفرانس د ۱۵۰ خصوصی متشبثینو په ځانګړی توګه له کوچنیو او منځنیو سکتورونو، په ګډون د ۱۳۹۳ کال د سلواغې د میاشتې په ۱۴ مه نېټه جوړ کړ.

دانلود


افغان سوداګر لا هم له ناامنۍ، کمزورو بېخبناو او د تقاضا له کموالی څخه سر ټکوی. خو د ښه راتلونکی په باب هیله مندی ډېره شوې ده

د ۱۳۹۳ کال د سلواغې 11 مه کابل، افغانستان: د کاروبار د ټولیزو شرایطو سروی پر بنسټ چې نن د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق لخوا خپره شوه، په ټوله کې د کاروبار شرایط په مني کې ښه شوي دي. درې میاشتې وړاندې د ټاکنیزو کړکېجونو او سیاسی ناخوالو له امله، سوداګرۍ او پانګې اچونې له ستونزو سره مخ وې. سوداګر لا هم د کاروبارو اوسنی وضعیت د عادی حالت په پرتله خراب بولی خو راتلونکو شپږو میاشتو ته ډېرې هیله مندۍ لری.

دانلود


له مسلکی بشری ځواک سره د سوداګرۍ نښلول د بشری ځواک د ودی او د پوهنتونونو د ملاتړ پروګرام لخوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق سره په همغږی

یاده غونډه له مسلکی بشری ځواک سره د سوداګرۍ د نښلولو په موخه د بشری ځواک د ودی او د پوهنتونونو د ملاتړ پروګرام لخوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق سره په همغږی د چارشنبی په ورځ، د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په ۱۷ نیټه د صافی لنډمارک هوټل د کنفرانسونو په صالون کی جوړه شوه.

دانلود

د اسلامی بانکوالۍ د ودې په موخه د اتاق، اسلامی المعالی مشورتی شرکت او د افغانستان مالی او مشورتی اسلامی شرکت ترمنځ پوهنلیک لاسلیک شو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق، د سعودی عربستان متحده اماراتو د اسلامی المعالی مشورتی شرکت او د افغانستان مالی او مشورتی اسلامی شرکت ، د اسلامی بانکوالۍ د ودې او د عامه پوهاوی کمپاینونو له لارې په افغانستان کې د اسلامی مالی سیستم د ملاتړ په موخه یو پوهنلیک لاسلیک کړ.

دانلود


د افغانستان د بیارغونې لومړنی نړیوال نندارتون

د افغانستان د بیارغونې لومړنی نندارتون د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق، د بیکو شرکت او د اړوندو دولتی بنسټونو سره په همغږي د ۱۳۹۳ کال د لړم د میاشتې له ۲۷ تر ۳۰ مې نېټې د لویې جرګې په خیمه کې ترسره شو.

دانلود

پاکستان ته د ولسمشر سفر او د دوو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټی اړیکو د ښوالی په برخه کې يې مثبتې پایلې

پاکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غنی په سفر کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق لخوا یو ۳۵ کسیز پلاوی د ده ملتیا کوله. ولسمشر د پاکستان له صدراعظم سره او د دې هیواد د ګڼو اقتصادی چارواکو په ګډون د یوې ناستې په لړ کې، په پاکستان کې د افغان سوداګرو پر وړاندې ترانزیتی او سوداګریزې ستونزې له نوموړي سره شریکې کړلې چې د پاکستانی چارواکو لخوا ژمنه وکړل شوه چې یادو ستونزو د له منځه وړلو لپاره به هر اړخیزې هلی ځلی ترسره شی.

دانلود

د هندوستان د محصولاتو نندارتون

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق، د هندوستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاقونو فدراسیون، د هندوستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او په کابل کې د هندوستان سفارت به د ۱۳۹۳ کال د لړم په ۱۱ نېټه د هندوستان د محصولات نندارتون (د درې ورځو لپاره) په انټرکانټیننټال هوټل کې جوړ کړی.

دانلود