مطبوعاتي اعلاميې

د ستندرد ملي ادارې ( انسا ) او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق ترمنځ د همکارۍ پوهنلیک

د ستندرد ملی ادارې ( انسا ) او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق ترمنځ  په هېواد کې د ستندردونو د سمون او پلی کېدو په برخه کې د همکاریو د پراخیتا په موخه، یو پوهنلیک لاسلیک شو. یاد پوهنلیک د ستندرد ملی ادارې د عمومی رئیس ښاغلی پوپل زی پوپل او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د اتاق د عامل پلاوي رئیس ښاغلی عتیق الله نصرت له لوری لاسلیک شو.

دانلود

د پنجشیر د سوداګرۍ او صنایعو اتاق پرانیستل شو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د اتاق قانون د ۶ مادې پر بنسټ او د مدیره پلاوی د پرېکړې پر بنسټ، د ولایتی اتاقونو د جوړېدلو په لړ کې د لومړي ځل لپاره د پنجشیر د سوداګرۍ او صنایعو اتاق پرانیستل شو.

دې اتاق له بېلابېلو سکتورونو څخه د ۱۱۵ غړو په درلودلو سره خپل فعالیت، د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې د مشرانو جرګی لومړی مرستیال ښاغلی محمد علم ایزدیار، د پنجشیر ولایت سرپرست ښاغلی عبدالرحمن کبیری او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د مشرتابه په ګډون د ۱۳۹۴ کال د غوئي د میاشتې په ۳۱ مه نېټه پیل کړ.

دانلود

د اتاق د کاروبار وضعیت د شپږمې سروې پایلې

د دې سروې پر بنسټ، د خصوصی سکتور متشبثین نور د ملی وحدت د حکومت د رامنځته کېدو د لومړنیو ورځو په شان د اقتصادی شرایطو د ښه کېدو لپاره خوشبین ندی؛ او په ټوله کې د کاروبار وضعیت د پخوا په پرتله خراب شوی خو کوچنی او د منځنۍ کچې شرکتونه د خپل د کار له وضعیت څخه ډېر سرټکوی.

دانلود

د افغان – ترک پنځم نړيوال نندارتون

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق او د افغان – ترک د سوداګرو او صنعتګرو انجمن، په ګډه د څلور کالو وړاندې نندارتونونو په لړ کې دا ځل د افغان – ترک پنځم نړيوال نندارتون  د روان ۱۳۹۴ کال دغوئي د مياشتې  له ۱ – ۴ مې نېټې پورې په کابل کې جوړوی.

دانلود

د کره او معتبرو احصائیوی شمېرو د خپرولو په موخه د احصائیې مرکزی ادارې او اتاق ترمنځ د همغږۍ دوهمه غونډه

د کره او معتبرو احصائیوی شمېره د راغونډولو او د ترلاسه شویو شمېرو په وخت سره خپرولو په موخه د احصائیې مرکزي ادارې او اتاق ترمنځ د همغږۍ دوهمه غونډه، د هېواد یو شمېر صنعتګرو او سوداګرو په ګډون د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه.

دانلود


افغان سوداګرې مېرمنې " د پرمختګ په لور ژمنو " سره د امریکا ښوونیز پروګرام څخه فارغې شولې

د اوکاهوما ښار – د ۲۰۱۵ کال د مارچ ۱۵، افغان سوداګرې مېرمنې د ژوند په بېلابېلو چارو کې په ټینګ هوډ سره د خپلواکۍ او باورمندۍ د ترلاسه کولو لپاره، چمتوالۍ نیسی څو د خپل کاروبار مثبت بدلون نړی ته وروښایي. دا ۲۴ مېرمنې نن "سوله د سوداګرۍ له لارې" تر نامه لاندې د یو ښوونیز پروګرام څخه چې د مېرمنو د اقتصادی پرمختګ انستیتیوت لخوا او د افغانستان د سوداګرۍ اوصنایعو اتاق په همکارۍ جوړ شوی وه، فارغې شولې.

دانلود


اتاق او د کسبګرو ملي اتحادیه پر عایداتو د مالیاتو په قانون کې د سمون غوښتونکي دي

په 1393 کال کې د مرکز زون د عوایدو ریاست پر عایداتو د مالیاتو د قانون  د 66 او 75 موادو مطابق د کوچنیو مالیه ورکونکو لپاره د مالیې د ټاکلو نوې کړنلاره رامنځته کړله چې په پایله کې د تېر کال پر مالیاتو له 200 تر 700 سلنه ډېروالی او په اټکلیزه ټوکه د مالیو ټاکل پکښې شامل دی، چې دا کار د کسبګرو د پراخې نارضایتۍ لاملی شوی دی. که څه هم دا موضوع اجراییې رئیس او د وخت له مالیې وزیر سره په بېلابېلو غونډو کې شریکې او د کسبګرو نیوکې وړاندې کړی شوی دی، خو تر اوسه یې کومه پایله ندی درلودلې. د کسبګرو ملی اتحادیه او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق پر عایداتو د مالیاتو د قانون په ۶۶ او ۷۵ مادو کې د سمونونو د راوستلو غوښتونکی دی څو له کسبګرو څخه په شفافه توګه مالیه واخیستل شی.

دانلود