مطبوعاتي اعلاميې

د افغانستان د ودانیزو او خوراکی توکو نړیوال او تخصصي لومړنی نندارتون په کابل کې جوړ شو

د کابل ګرین د نندارتونونو د جوړولو شرکت، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق په مرسته، د افغانستان د ودانیزو او خوراکی توکو نړیوال او تخصصي لومړنی نندارتون د ۱۳۹۴ کال له ۳ تر ۶ مې نېټې د څلورو ورځو لپاره د کابل ښار په ممتاز محل هوټل کې جوړ کړ.

دانلود


په افغانستان کې د نړیوال ترانسپورت او ترانزیټ د تسهیل په تړاو ګردی میز او ورکشاپ

په افغانستان کې د نړیوال ترانسپورت او ترانزیټ لکه TIR، CMR او ADR په اړه ګردی میز او د پوهاوي کنفرانس د ۱۳۹۴ کال د وږی له ۱ تر ۳ مې نېټې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت، د ترانسپورت او ملکی هوایي چلند وزارت او د سړک له لارې د لېږدونی نړیوالې ټولنې یا IRU لخوا په کابل کې جوړ شو.

دانلود


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د کاروبار د وضعیت د اوومې سروې پایلې

د اتاق د کاروبار وضعیت سروې ښایې چې په تېرو درېیو میاشتو کې د کاروبار وضعیت خراب شوی دی او د درېيو وروستیو سروې ګانو د پایلو پرتله ښایې چې د ملي وحدت حکومت د جوړېدو له کبله چې کومې هیلې رامنځته شوې وې، د وخت په تېرېدلو سره له منځه تللي دي.

دانلود


اتاق ۱۰۰۰ بې وزلو کورنيو ته خوراکي توکي ووېشل

د روژې په مبارکه مياشت کې د بې بضاعته کورنيو او اړو کسانو سره د اتاق د مرستو د لړۍ په دوام، دا ځل اتاق د سخاوت له صندوق څخه زر اړو کورنيو ته چې په ټوله کې د دولتي ادارو اجيران، د شهیدانو کورنۍ، د ښاروالی ګانو کارکونکی په کې شامل وو، خوراکي توکي وويشل. په دې خوراکي توکو کې يوه بورۍ ۵۰ کيلويي اوړه، يو ۲۴ کيلويي بورۍ وريجې او یو قطعی ۵ کیلویي غوړي، شامل دی.

دانلود


د افغانستان د سوداګریزو شخړو د حل مرکز (ACDR)، پرانیست غونډه

د افغانستان د سوداګریزو شخړو د حل مرکز، د ۱۳۹۴ کال د غبرګولي د میاشتې په ۹ مه نېټه د ۱۲۰ خصوصی متشبثینو په ګډون د دې مرکز د پرانیستل کېدو د لمانځنې او پټۍ پرېکولو شاهد وه. د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز، په کابل کې موقعیت لري، او په ملی او نړیواله کچه د منځګړیتوب خدمتونو او د حساب د تصفیې کولو د خدمتونو یوازینۍ مرکز دی چې په راتلونکی که به په افغانستان کې د سوداګریزو شخړو لپاره د حکمیت خدمتونه هم وړاندې کړي.

دانلود

د ستندرد ملي ادارې ( انسا ) او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق ترمنځ د همکارۍ پوهنلیک

د ستندرد ملی ادارې ( انسا ) او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق ترمنځ  په هېواد کې د ستندردونو د سمون او پلی کېدو په برخه کې د همکاریو د پراخیتا په موخه، یو پوهنلیک لاسلیک شو. یاد پوهنلیک د ستندرد ملی ادارې د عمومی رئیس ښاغلی پوپل زی پوپل او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د اتاق د عامل پلاوي رئیس ښاغلی عتیق الله نصرت له لوری لاسلیک شو.

دانلود

د پنجشیر د سوداګرۍ او صنایعو اتاق پرانیستل شو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د اتاق قانون د ۶ مادې پر بنسټ او د مدیره پلاوی د پرېکړې پر بنسټ، د ولایتی اتاقونو د جوړېدلو په لړ کې د لومړي ځل لپاره د پنجشیر د سوداګرۍ او صنایعو اتاق پرانیستل شو.

دې اتاق له بېلابېلو سکتورونو څخه د ۱۱۵ غړو په درلودلو سره خپل فعالیت، د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې د مشرانو جرګی لومړی مرستیال ښاغلی محمد علم ایزدیار، د پنجشیر ولایت سرپرست ښاغلی عبدالرحمن کبیری او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د مشرتابه په ګډون د ۱۳۹۴ کال د غوئي د میاشتې په ۳۱ مه نېټه پیل کړ.

دانلود