مطبوعاتي اعلاميې

په سیمه کې د افغانستان د سوداګرۍ د ودې لپاره د ختيځ – لویدیځ انستیتیوت د مدافعې او منځګړیتوب دنده

د ختیځ – لویدیځ انستیتیوت، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او د بهرنیو چارو وزارت سره په همغږی د دې انستیتیوت د مرستیال په مشرۍ د یو ۱۵ کسیز پلاوی سفر د  ۱۳۹۴ کال د لړم له ۲۳-۲۵ نېټې کابل ته، تنظیم کړ. د دې سفر موخه د افغانستان، منځنی آسیا هېوادونو، پاکستان او هندوستان ترمنځ د اقتصادي او سیاسي همکاریو د پراختیا لپاره د مدافعی او منځګړیتوب هڅې دي.

دانلود


په هېواد کې د اوسپنې د ذوبولو د یوې لویې فابریکې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

نن چهارشنبه د خان ستیل د اوسپنې د ذوبولو فابریکې د بنسټ ډبره د ۱۵ جریبه ځمکې په مساحت کې د ۲۵ میلیونو امریکایی ډالرو په پانګونې د دولتی لوړ پوړو چارواکو او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د مشرتابه لخوا د کابل په صنعتی ښارګوتي کې کېښودل شوه.

دانلود


د پاکستان د سفارت لخوا د روډ پاس د نه صادرېدنې له امله د تورخم په بندر کې د صادراتی توکو د ۳۰۰ لاریو درېدنه

د مني فصل رارسېدل د مېوو له حاصلاتو او بهرنیو هېوادونو ته د مېوو له صادرولو سره سمون لري. صادرونکو سوداګرو په ځانګړې توګه د تازه مېوو صادرونکو د کال په دې فصل کې تل له هغو ستونزو چې د پاکستان حکومت لخوا رامنځته کېږی، سر ټکوي.

دانلود


اتاق د کندز ولایت ۱۰۰۰ زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي توکی او کمپلې ووېشلې

د افغانستان خصوصی سکتور د ټولنې د یوې سترې برخې په توګه د تاریخ په اوږدو کې په ډېرو سختو حالاتو لکه سیلاوونو، زلزلی، ځمکې ښویدنې، کورنی بېځای شوی او دې ته ورته کړکېجنو شرایطو کې چې د هېواد په هر ولایت کې رامنځ ته شوی، د خلکو مرستې ته وردانګلي دي.

دانلود


د افغانستان – امریکا د سوداګریز تواصل د یوولسم کلنی کنفرانس لپاره د کابل مقدماتی ناسته

د افغانستان – امریکا د سوداګرۍ او صنایعو ګډ اتاق د خپل افغان ملګرو بنسټونو لکه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق، د ساختماني شرکتونو د انجمن، په افغانستان کې د امریکا د سوداګرۍ او صنایعو اتاق، د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ ادارې (آیسا) او نورو اړوندو ادارو  په هر اړخیز ملاتړ سره د افغانستان – امریکا د یوولسم تجارتی تواصل  کلنی کنفرانس د جوړولو په موخه په کابل کې مقدماتی ناسته برابره کړله. ټاکل شوې ده چې د افغانستان – امریکا یوولسم تجارتی تواصل کلنی کنفرانس د ۱۳۹۴ کال د لیندی د میاشتې له ۱۷ تر ۱۹ مې نېټې پورې د متحده ایالاتو په واشنګتن دی سي کې جوړ شي.

دانلود


د هېواد خصوصی سکتور کندز ولایت ته بشردوستانه مرستې واستولې

د افغانستان خصوصی سکتور د ټولنې د یوې سترې برخې په توګه د تاریخ په اوږدو کې په ډېرو سختو حالاتو لکه سیلاوونو، زلزلی، ځمکې ښویدنې، کورنی بېځای شوی او دې ته ورته کړکېجنو شرایطو کې چې د هېواد په هر ولایت کې رامنځ ته شوی، د خلکو مرستې ته وردانګلي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د خصوصی سکتور د اوچت غږ په توګه د دغو مرستو د لا ډېر همغږی کېدلو په موخه دغه نوښت خپل کړي او مرستو ته خصوصی سکتور هڅولو له لارې توانیدلی چې ډیرې نقدي او غیر نقدي مرستې راغونډې کړي.

دانلود


د ملی وحدت حکومت د خصوصی سکتور د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی

په افغانستان کې نا امنی دوه اړخه لري. یو یې تروزیزم دی چې د افغانستان خلک هره ورځ د تروریستی پېښو شاهدان دی او پرته له کوم شکه څخه چې د هېواد ټول اوسېدونکی له دې اړخه زیانمېږي. خو د ناامنی بل اړخ، تښتونې، وژنې او غلاوې دی چې په مستقیمه توګه د هېواد خصوصی سکټور تر هدف لاندې نیسي. دا په دې مانا دی چې خصوصی سکتور د هېواد د نورو ټولو اوسېدونکو په پرتله د شته ناامنیو له کبله ډېر زیانمېږي.

دانلود