مطبوعاتي اعلاميې

د صادراتو دوهمه ملی غونډه او د ۱۳۹۴ کال د غوره صادرونکو پېژندنه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د هېواد په اقتصادي وده کې د صادراتو اهمیت په پام کې نیولو سره، د « صادراتو ملي غونډه او د ۱۳۹۴ کال د غوره صادرونکو پېژندنې» ترنامه لاندې د خصوصي سکتور په ځانګړې توګه د هېواد له ګوډ ګوډ څخه د ۲۵۰ صادرونکو او د ګڼ شمېرو اړوندو وزیرانو او د خپلواکو ادارو رئیسانو په ګډون، د ۱۳۹۵ کال د وري د میاشتې په ۱۰ مه نېټه د افغانستان نوین په هوټل کې غونډه جوړه کړه.

دانلود


د افغان – ایران درېیم ګډ نندارتون په کابل کې پرانیستل شو

د افغانستان او ایران ترمنځ درېیم ګډ نندارتون په کابل ښار کې جوړ شو. دغه نندارتون د ایران هېواد د نندارتونیزو پروژو د شرکت لخوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او د ایران د سوداګرۍ د پراختیا سازمان په مرسته د ۱۳۹۴ کال د کب د میاشتې له ۱۲ تر ۱۵ مې نېټې پورې د کابل په اورانوس هوټل کې پرانیستل شو او د څلورو ورځو لپاره د سهار له ۹ بجو د ماښام تر ۵ بجو د ټولو پرمخ پرانیستی دی.

د سوداګریزو – اقتصادي همکاریو په اړه

د افغانستان روسیې د سوداګریز تواصل دریم کنفرانس د ۱۳۹۴ کال د کب د میاشتې په ۱۱ مه نېټه د کابل ښار په انترکانتیننتل هوتل کې ترسره شو. . دا کنفرانس د افغانستان ـ روسیې د ګډ کمیسیون لخوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق سره په همغږۍ جوړ شو چې پکښې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو  په اړه خبري اترې ترسره شوې.

د نوي دهلۍ د پراګتی میدان د پینځه دېرشم نړیوال نندارتون په بریالیتوب سره سرته رسېدنه، د افغانستان د خصوصی سکتور د پام وړ لاسته راونې او هندوستان هېواد ته د واګې بندر له لارې د تازه مېوو په ځانګړې توګه د مڼو د صادراتو ستونزې

د پراګتي میدان پینځه دېرشم نړیوال نندارتون د ۱۳۹۴ کال د لړم له ۲۳ مې د لیندۍ تر ۶ مې نېټې پورې د هندوستان په دهلۍ ښار کې ترسره شو، چې له افغانستان څخه د وچو مېوو، زعفران، غالۍ، د مرمرو ډبرو او لاسي صنایعو ۵۰ شرکتونه په دې نندارتون کې ګډون کړی وو. له نېکه مرغه سږ کال افغانستان د شریک هېواد په توګه وپېژندل شو.

دانلود


په پینځو سکتورونو کې د ارزښت ځنځیر د ودې په موخه د خصوصی سکتور او حکومت ملی ناسته

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او د آلمان هېواد د اقتصاد د تل پاتې ودې او کارموندنې پروګرام،  په پنځه سکټورونو غنم، لبنیاتو، مغزباب، مالداری او بڼوالي کې د ارزښت ځنځیر د ودې په تړاو د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ د خبرو اترو ناسته جوړه کړله.

دانلود


په سیمه کې د افغانستان د سوداګرۍ د ودې لپاره د ختيځ – لویدیځ انستیتیوت د مدافعې او منځګړیتوب دنده

د ختیځ – لویدیځ انستیتیوت، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او د بهرنیو چارو وزارت سره په همغږی د دې انستیتیوت د مرستیال په مشرۍ د یو ۱۵ کسیز پلاوی سفر د  ۱۳۹۴ کال د لړم له ۲۳-۲۵ نېټې کابل ته، تنظیم کړ. د دې سفر موخه د افغانستان، منځنی آسیا هېوادونو، پاکستان او هندوستان ترمنځ د اقتصادي او سیاسي همکاریو د پراختیا لپاره د مدافعی او منځګړیتوب هڅې دي.

دانلود


په هېواد کې د اوسپنې د ذوبولو د یوې لویې فابریکې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

نن چهارشنبه د خان ستیل د اوسپنې د ذوبولو فابریکې د بنسټ ډبره د ۱۵ جریبه ځمکې په مساحت کې د ۲۵ میلیونو امریکایی ډالرو په پانګونې د دولتی لوړ پوړو چارواکو او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د مشرتابه لخوا د کابل په صنعتی ښارګوتي کې کېښودل شوه.

دانلود