مطبوعاتي اعلاميې

د افغانستان د صادراتو په سکتور کې د ننګونوارزونې او فرصتونو کنفرانس

دافغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق،او د ختیځ کرهنیز پراختیایی حوزوی پروګرام(RADP-E)  د   متحده ایالاتو نړیوالی پرمختیایې اداری ((USAID په ملاتړ (د افغانستان د صادراتو په سکتور کې د ننګونوارزونې او فرصتونو کنفرانس) ترسره شوه.

دانلود


دحکومت او خصوصی سکتور ترمنځ د پنځه ځنځیرئی ارزښت پروړاندی ننګونې او دحل لارو چارو څلورمه ملی ناسته ترسره شوه

دافغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق،د آلمان د پراختیایې اداری پروګرام  (GIZ)په ملاتړد خصوصی سکتور پر وړاندي ننګوني او دحل لاری چاری په ځانګړی توګه د بادامو، سبزيجاتو،غنمو،لبنیاتو او دچرګانو دساتلوپنځو ځنځیرئی ازرښتونو ملی ناسته کې د شته ستونزو او د کار زیاتوالی په موخه د حکومتی چارواکو،د اتاق مشرتابه پلاوی،د هیواد شمال او شمال ختیځ ولایتونو خصوصي سکتور استازو او د بهرنیو ادارو استازو په ګډون د یادو ستونزو د له منځه وړلو په موخه دغه ناسته په کابل سټارهوټل کې ترسره شوه.


د ۹۵ سلنه مالیاتي جریمو د معافیت له امله د سوداګرۍ خونې هرکلی

د افغانستان د سوداګرۍ او صناېعو خونه د (د ۹۵ سلنه مالیاتي جریمو د معافیت له امله د افغانستان د سوداګرۍ خونې هرکلې) تر عنوان لاندې مطبوعاتي کنفرانس د یادې خونې د مشرتابه پلاوي د غړو، ګڼ شمېر سوداګرو، صنعتکارانو او د هېواد د خصوصي سکټور غړو او کورنېو او نړېوالو رسنېو په ګډون د 1396 کال د سلواغې د میاشتې په ۱۶مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو د سوداګرۍ خونې د کانفرانسونو په تالار کې تر سره کړ.

دانلود


پر افغاني صادراتِي توکو د پاکستان له خوا د ګمرکي تعرفې درې برابره لوړول د دواړه هېوادونو په ګټه نه ده

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د پاکستان له خوا پر افغاني سوداګریزو توکو د ګمرکي تعرفې درې برابره لوړول د دواړه هېوادونو د سوداګرۍ په زیان ګڼي. په همدې موخه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې هغه مطبوعاتي کنفرانس چې د روان ۱۳۹۶ کال د تلې د میاشتې په ۲۹مې نېټې د دغه خونې د کنفرانسونو په تالارکې جوړ شوې وو  پکې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رهبرۍ پلاوي غړو، ګڼ شمیرسوداګرو، صنعتکارانو، د خصوصی سکټور اړوند غړو او د ګڼو کورنیو او نړیوالو رسنیو کارکوونکو ګډون کړې وو.

دانلود


د TIR ملي کانفرانس په کابل کې ترسره شو

د تير (TIR) ملي کنفرانس د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق او USAID-ATAR ادارو له خوا د حکومت لوړ پوړيو چارواکو، د مرستندويه ټولنو، د افغانستان د ټرانسپورټ او سوداګرۍ استازيو په ګډون ترسره کړ.

دانلود


لومړنۍ نړیوال تخصصي نندارتون- کورنۍ توکي، مبل او فرنیچر

لومړنۍ نړیوال تخصصي نندارتون د کور توکي، موبل او فرنیچر د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د ایران د نندارتونیزو پروژو د شرکت لخوا د ۱۳۹۵ کال د سلواغې د میاشتې له ۱۹ تر ۲۲ نېټې پورې د کابل په اورانوس هوټل کې پرانېستل شو.

دانلود


 

د افغانستان – آذربایجان سوداګریز تواصل کنفرانس په کابل ښار کې ترسره شو

د افغانستان – آذربایجان سوداګریز تواصل کنفرانس د دوشنبې په ورځ د سلواغې د میاشتې په ۱۸ مه نېټه د کابل سرینا په هوټل کې پرانيستل شو.

دانلود