د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د ټرانسپورټ وزارت او ګمرکونو له مسؤلینو سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د ماليي وزارت د ګمرکونو له رئیس ښاغلي سلیم اوریاخیل او د ټرانسپورټ وزارت د پلان جوړونې، څیړنې او اقتصادي پراختیا له رئیس ښاغلي رستم حفیظ یار او د اتاق د تیر ډیپارټمنټ له مسؤل سره د لیدنې په ترڅ کې، د نړیوال سړکیز ټرانسپورټ اتحاديې یا (IRU) اکاډمۍ د رامنځته کولو او د ټرانسپورټي شرکتونو معیاري کولو په تړاو خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي عطايي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له ۲۰۱۳ کال راهیسې د تیر سیستم په تطبیق کې د یوه تضمین کوونکي بنسټ په توګه د هغو ننګونو په اړه چې په تېر حکومت کې د دغه سیستم د تطبیق په برخه کې موجودې وې، او د یادو ستونزو حل په برخه کې يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو یادونه وکړه.
 
ښاغلي عطايي د مخلتفو هېوادونو سره د تړونونو کولو او د دوپساج، دیانا، او بسا کارنت کنوانسینونو کې د غړیتوب او د وخت حکومت د ټینګ هوډ نه لرلو له امله په یاده برخه کې د صفر لاسته راوړنو یادونه وکړه.
ښاغلي عطايي هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د اسلامي امارت اړوندو دولتي بنسټونو په ګډې همکارۍ او د مرستندویانو په مالي ملاتړ او د ټرانسپورټي شرکتونو په معیاري کولو سره به د کارنت تیر سیستم تطبیق کار بیا پیل شي.
 
ښاغلي حفیظ یار وویل چې دوی به د (IRU) اکاډمۍ د ښوونکو د روزنې لپاره د افغان اکاډمۍ روزنیز مرکز اتاق او ګمرکونو ته په واک کې ورکړي څو دوی وکولی شي چې د یاد روزنیز مرکز څخه د ګټې پورته کولو سره د (IRU) ښوونکي وروزي او ټرانسپورټي، بارچلاني شرکتونه او ډرایوران هم معیاري کړي او هم يې د نړیوالو معیارونو سره سم وروزي.
 
هغه زیاته کړه، وزارت هڅه کوي، چې د مرستندویه بنسټونو د مالي ملاتړ په ترلاسه کولو سره دغه سیستم په بریالیتوب سره پلی کړي.
 
ښاغلي اوریاخیل د (IRU) یا اتاق تر چتر لاندې د روزنیز مرکز د جوړولو پر شرایطو، دوامدار اکاډمۍ، په افغانستان کې د اکاډمۍ د ترمیم موضوع، د ترانسپورت وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ګډو هڅو، د ټرانسپورټ شرکتونو د چلوونکو او مدیرانو روزلو، روزل شویو کسانو ته د اتاق او ټرانسپورټ وزارت لخوا لاسلیک شویو سرټیفکټونو ورکولو او د تیر سیستم تطبیق په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د یادولو وړه ده، چې درې واړو لورو د ترانسپورتي شرکتونو د چلوونکو او مديرانو روزنې، روزنيز مرکز جوړولو او د تیر سيسټم په برياليتوب سره د عملي کولو په موخه په بیا بیا ناستو ترسره کولو ټينګار وکړ.