د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د هېواد تازه میوو صادروونکو سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي داود یوسفزي او ضیاءالدین اچکزي د هېواد تازه میوو صادروونکو سره د لیدنې په ترڅ کې د دوی شته ستونزو او حل لارو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
سوداګرو، د هېواد تازه میوو صادرولو په برخه کې، د اسلامي امارت هغه آسانتیاوې چې د افغانستان د سوداګرۍ اوپانګونې اتاق او د پاکستان سفارت سره د ګډې همکارۍ په پایله کې رامنځته کړي، ستایلو ترڅنګ، په کابل کې په ګمرکي تعرفو کې د کموالي راوستو له امله يې د پاکستان هېواد څخه مننه وکړه.
 
سوداګرو د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګریزو ګټو ته پام سره، وړاندیز وکړ چې د ځینو توکو ګمرکي تعرفې باید صفر شي. لکه؛ افغانستان ته د کیلو، آم او ستروس واردولو او پاکستان ته د انګورو، انارو او پیازو صادرولو ګمرکي تعرفې باید صفر شي.
 
ښاغلي مهمند د سوداګور ستونزو او وړاندیزونو اوریدلو وروسته، ژمنه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګرو د هر ډول معقولو وړاندیزونو ملاتړ کوي، او هڅه کوي، چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت چارواکو او د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمیسیو مسؤلینو سره د تفاهم په پایله کې، د سوداګرو وړاندیزونه حل کړي.