د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشترتابه پلاوي د موکت او بهرنیو غالیو سوداګرو سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ښاغلي ضیاءالدین اچکزي د موکت او بهرنیو غالیو واردوونکو اتحاديې له رئیس ښاغلي حاجي ذبیح الله او د موکت او بهرنیو غالیو واردوونکو او برښنايې توکو ډیر شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې د هغوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي حاجي ذبیح الله او د موکت او بهرنیو غالیو سوداګرو د هغو ستونزو چې له پخوا څخه یې درلودې او د هغو آسانتیاوو چې د امارت اسلامي په راتګ سره یې لري، د یادولو ترڅنګ، زیاته کړه چې د موکت او بهرنیو غالیو ګمرکي تعرفي لوړې شوي دي خو بیا هم دوی حاضر دي، چې د یوې دقیقې کړنلارې او سم میکانیزم مطابق خپلې تعرفې په قانوني ډول د امارت اسلامي ګمرکونو ته تاديه کړي. او په دی برخه کې د پرتو ستونزو هواري لپاره يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند راغلو ټولو درنو سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، ژمنه وکړه چې ددوی ستونزې به د اړونده ادارو سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې به يې کوټلي ګامونه پورته کړي. ښاغلي مهمند د موکت او بهرنیو غالیو وادروونکو اتحاديې او د برښنایې توکو سوداګرو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلې بڼه د اتاق سره شریکې کړي، ترڅو اتاق يې د سوداګرۍ او صنعت له وزارت او د هېواد ګمرکونو سره شریکې او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوي.
 
ښاغلي مهمند د ناستې په جریان کې د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي انجنیر سید اکبر آغا سره د تیلفوني اړیکې په ترڅ کې د سوداګرو ستونزې یادې کړې او ښاغلي اکبر آغا هم ورته د هرډول همکاریو ژمنه ورکړه او د یادو سوداګرو څخه یې وغوښتل چې خپلې طرحې او وړاندیزونه تیار کړي ترڅو د راتلونکې اونۍ په ناسته کې پری سره بحث وکړي.