د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د یوې ناستې په ترڅ کې د خوراکي موادو سوداګرو ستونزې او نرخونو کنترول په اړه بحث وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي، د اتاق ستر سلاکار ښاغلي باز محمد افسرزي، د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د اتاق د صادراتو د او پانګه اچونې ډیپارټمنټ مسؤل د خوراکي توکو واردوونکو اتحاديې رئیس ښاغلي سید کمال فرید صافي او یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې د دوی د ستونزو او نرخونو کنترول په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د سوداګرو او خصوصي سکتور ستونزو حل په برخه کې د اتاق او د افغانستان د اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي انجنیر سید اکبر آغا او د اسلامي امارت نورو مسؤلینو څخه د بانکونو او د هېواد ګمرکونو بیا فعالیت په تړاو مننه وکړه او ددوی هڅې يې وستایلې.
 
ښاغلي مهمند د سوداګرو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلی بڼه اتاق ته وسپاري ترڅو د سوداګرۍ او صنعت وزارت سره په همغږۍ ورته د حل لارې چارې ولټوي.
ښاغلي خان جان الکوزي د رامنځته شویو بانکي، ګمرکي او سوداګریزو ستونزو یادونه وکړه او وی ویل چې دا ستونزې د وروستیو سیاسي بدلونونو په پایله کې رامنځته شوي او مؤقتي دي او هیله يې څرګنده کړه چې ژر تر ژره به حل شي.
 
نوموړي د سوداګرو او خوراکي توکو پلورونکو څخه وغوښتل چې د هېوادوالو اقتصادي وضعیت په نظر کې ونیسي او په پلور کې د بشپړ انصاف څخه کار واخلي.
ښاغلي سید کمال فرید او یو شمیر سوداګرو د ښه امنیت او په لویو لارو کې د غیر قانوني پیسو اخیستنو څخه د خلاصي په تړاو خوښي څرګنده کړه او خپلې نورې ستونزې يې په لاندی ډول بیان کړی.
۱. په حیرتان بندر کې د وړو توقف
۲. د خوراکي توکو پیر په موخه د سوداګرو د پیسو انتقال ستونزه
۳. په تورخم او سپین بولدک کې د خالي کانتینرنو توقف
۴. په ناڅاپي ډول د اسعارو د بیې لوړوالی
 
ښاغلي فرید د افغانستان اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د یادو ستونزو حل په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي مهمند د ناستې په جریان کې د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي انجنیر سید اکبر آغا سره د تیلفوني اړیکې په ترڅ کې د سوداګرو ستونزې یادې کړې او ښاغلي اکبر آغا هم ورته د هرډول همکاریو ژمنه ورکړه او د خوراکي توکو پلورونکو او سوداګرو څخه يې وغوښتل چې د احتکار څخه ډډه وکړي.
 
د ناستې په پای کې پریکړه وشوه، چې د نرخونو کنترول او تثبیت لپاره باید یوه داسې کمېټه رامنځته کړی شي، چې د خوراکي توکو اتحاديې، د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په استازیو مشتمله وي ترڅو د خلکو او سوداګرو ستونزې راکمې او له منځه ولاړې شي.