د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال د سریلانکايې شرکت (Board PAC) له مسؤلینو سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د (Board PAC) شرکت له مسؤلینو هر یو ښاغلي سیسکا پناپولو او ښاغلي چمیلیکا ویجوردني سره د آنلاین لیدنې په ترڅ کې د نوموړي شرکت د ډیجیټلي سیسټم څخه په ګټې اخیستنې د اتاق د مدیره پلاوي او اجرائیه کمېټې آنلاین ناستو جوړولو په اړه خبرې وکړی.
 
ښاغلي هوتک د (Board PAC) مسؤلینو لیوالتیا ددی ناستې په اړه او د اتاق سره د دوی همکاري وستایله او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق فعالیتونو په اړه يې ورته هر اخیز معلومات وړاندی کړل. همدارنګه، د اتاق د موجوده وړتیاوو او په ۲۱مه پیړۍ کې د اتاق د فعالیتونو ډیجیټل کولو په ارزښت يې خبرې وکړې.
 
د (Board PAC) مسؤلینو خوښي څرګنده کړه چې اتاق ددوی د سیسټم څخه ګټه پورته کوي او د دوامدارې همکارۍ او آزمایښتي آنلاین ناستو جوړولو په موخه يې د تفاهملیک لاسلیکول اړین وبلل.
د مدیره پلاوي او اجرائیه کمېټو ناستو کې ددی آنلاین سیستم څخه ګټه اخیستنه د وخت سپما، آسانه ګټې اخیستنې، د اسنادو محرمیت، د بیروکراسۍ څخه د مخنیوي او د پلاوي په بیړنیو پریکړو کې د آسانتیا رامنځته کیدا سبب ګرځي.
 
په پای کې، ښاغلي هوتک د اتاق او (Board PAC) شرکت ترمنځ د تفاهملیک طرحه وستایله او په دی برخه کې يې د اتاق د هر ډول همکارۍ څخه ډاډ ورکړ.