د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د سعودي عربستان سفارت له شاژدافر سره په کابل کې لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په کابل کې د میشت سعودي عربستان سفارت له شاژدافر او سرپرست بدر ابراهیم سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو پراختیا او سعودي عربستان ته د صادراتو په اړه خبرې اترې وکړی.
 
ښاغلي مهمند له ښاغلي بدر ابراهیم سره د سعودي عربستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا په ځانګړې توګه د افغانستان د تازه او وچو میوو، زعفران او جلغوزیو صادراتو، او همدارنګه د ځمکې هوا له لارې له سعودي عربستان څخه د خرما د وارداتو په اړه خبرې وکړی.
 
ښاغلي مهمند د بدر ابراهیم څخه د سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک او افغاني صادراتي اقلامو لپاره د ترجیحي تعرفو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.