د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال د ازبیکستان هېواد زر آکسیجن لرونکو ډبو تسلیمولو مراسمو کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د ازبیکستان هېواد زر آکسیجن لرونکو مرستندویه ډبو تسلیمولو مراسمو کې چې د ولایت په مقام کې ترتیب شوي ول، ګډون کولو ترڅنګ، د هغه هېواد څخه ددی په وخت مرستې ستاینه وکړه.
 
ښاغلي احمدي وویل "دا چي د کرونا ویروس دریمي څپې اکسیجن ته د خلکو او روغتونونو اړتیا لا پسې زیاته کړې او په داسې یوې مرحله کې د ازبیکستان هېواد د افغانستان سره د اکسیجن په برخه کې مرسته کوي، موږ د زړه له کومي ددی مرستي قدارداني او ستاینه کوو."
نوموړي زیاته کړه "که د ازبیکستان دولت د اکسیجن ډبو صادرولو اجازه ورکړي، افغان سوداګر حاضر دي چې ویپلوري او د هېواد روغتونونو په لاس کې يې ورکړي."