د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د هندوستان سوداګریزې آتشې سره په کابل کې لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطایي د افغانستان لپاره د هندوستان سوداګریزې آتشې ښاغلي راجیش بدوله سره د لیدنې په ترڅ کې د هندوستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا او نږدې همکارۍ ټینګار وکړ.
 
ښاغلي عطايي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لرغوني تاریخ ته د اشارې کولو په لړ کې وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د خصوصي سکتور لپاره د یو لوی چت حیثیت لري."
 
ښاغلي عطايي په واګه، چابهار او په هغو هوايې دهلیزونو کې چې هندوستان ته ترې صادرات کیږي د شتو ستونزو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، افغان سوداګرو ته د اوږدمهاله ویزو اخیستو په برخه کې د سوداګریزې آتشې د لازمې همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي عطایي د چابهار له امکاناتو څخه د پانګونې د پراختیا او ګټې اخیستنې هڅې ګړندۍ کولو لپاره د هند د سوداګرۍ پراختیا شورا (TPCI) سره د اتاق د اړیکو رامینځته کول یو ښه انتخاب وباله او د افغانستان د خصوصي سکتور چې په سر کې به يې اتاق ځای ولري د هندوستان د خصوصي سکتور او (TPCI) له غړو سره د یوه کنفرانس دایرولو غوښتنه وکړه.
 
نوموړي د صادراتو د زیاتوالي په موخه په هوايي دهلیزونو، نیوا شیوا او واګه بندرونو کې د کم لګښت غوښتنې کولو ترڅنګ، افغانستان ته د هندوستان د صادریدونکو توکو د سبسایډۍ وړاندیز وکړل.