د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال د افغانستان لپاره د ترکيې سفیر خدای پامانۍ په مراسمو کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان لپاره د ترکيې سفیر ښاغلي اوزان آرطغرل خدای پامانۍ په مراسمو کې ګډون وکړ.
 
ښاغلي مهند د ښاغلي آرطغرل څخه د دواړو هېوادونو اړیکو پیاړی کولو او د کندهار ولایت په ګډون یې افغان ولایتونو ته د سفر کولو ستاینه او مننه وکړه.
 
ښاغلي مهمند د ترکیې له سفیر څخه وغوښتل چې هغه پوهه او پیژندنه چې ده له افغانستان څخه لاسته راوړی ده، د لا زیاتې اقتصادي همکارۍ د رامینځته کولو او د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو پراخولو او د ډیپلوماتیکو غونډو په ځانګړي ډول د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت سره د لیدو لپاره هغه لاسته راوړنې او پوهه وکاروي.
 
ښاغلي آرطغرل د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند سره په لیدنه خوښي څرګنده او زیاته يې کړه "دغه موده چې زه په افغانستان کې په خدمت بوخت وم په بیلابیلو سکتورونو کې د اړیکو رامینځته کولو یو ښه فرصت وو. او زه تمه لرم چې زما سپمونې د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره وکاروم.