د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د روغتیا کمېټې رئیس او د عامې روغتیا سرپرست وزیر د کابل د خصوصي روغتونونو له مسؤلینو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د روغتیا کمېټې رئیس ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او د عامې روغتیا سرپرست وزیر ښاغلي وحید مجروح د کابل د خصوصي روغتونونو له مسؤلینو سره د لیدنې په ترڅ کې د ملي روغتیايې جشن د په لاره اچولو په تړاو غونډه کې ګډون او ویناوې وکړې.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر وویل چې ددی جشن د په لاره اچولو موخې د هېواد د ډاکټرانو د لاسته راوړنو د ستایلو او د هېواد په روغتیايې خدمتونو او ډاکټرانو باندی د خلکو د باور رامنځته کول دي.

ښاغلي مجروح وویل چې د روغتیا په سکتور باندی د خلکو د باور د زیاتوالي او د روغتیايې کارکوونکو د هڅونې لپاره په ۱۴۰۰ لمریز کال کې لاندې پروګرامونه د رئیس جمهور د تائید وروسته په لاره اچوي.
•    د روغتیا تلویزیون رامنځته کول
•    روغتیايې کارکوونکو لپاره ځانګړی ورځ ټاکل
•    د ابو علي سینا بلخي په نوم مډال ورکول
•    د کال بهترین ډاکټر
•    د کال بهترین نرس
•    د کال بهترین روغتون
ښاغلي شینوزاده وویل "حکومت باید د خلکو د روغتیايې اړتیاوو د پوره کولو لپاره په خصوصي سکتور په ځانګړی توګه د روغتیا په برخه کې د پانګه اچونې لپاره لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي."