د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د مشرانو جرګې له لومړي مرستیال سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لمړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د هېواد یو شمیر سوداګرو د مشرانو جرګې له لومړي مرستیال ښاغلي محمد علم ایزدیار ته د هغه د نوې دندې مبارکۍ ویلو تر څنګ د خصوصي سکتور د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړی.
 
ښاغلي مهمند وویل "ّپه تیرو څو کلونو کې په خصوصي سکتور کې د شتو ستونزو له موږ ونه کړای شول چې د یو شمیر عربي هېوادونو په ځانګړی توګه سعودي عربستان سره ښې سوداګریزې اړیکې ولرو." نوموړي زیاته کړه چې په سعودي عربستان کې د ګډو پانګه اچوونو او د افغانانو لپاره کاري فرصتونه ډیر دي.
 
ښاغلي مهمند د مالیاتو په قانون کې د تعدیل راوستو په موخه د مشرانو جرګې همکاري ترلاسه او د آپټا تړون د بیا تمدید غوښتونکی شو.
 
ښاغلي خان جان الکوزي د پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ستونزو ته د اشارې کولو تر څنګ زیاته کړه چې د ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکی لرل د سوداګرۍ د پراختیا سبب ګرځي او ولسي جرګه کولی شي په دی برخه کې اړین رول ولوبوي.
 
ښاغلي ایزدیار د اتاق مدیره پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، د هېواد په اقتصادي لوړتیا کې د خصوصي سکتور رول اړین وباله او د قوانینو د تعدیل په برخه کې يې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
 
د مشرانو جرګې نایب منشي ډاکټر محمد فیصل سمیع سره په یوه جلا ناسته کې، ښاغلي سمیع ته د هغه د نوې دندې مبارکۍ ویلو تر څنګ د خصوصي سکتور د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړی.
 
ښاغلي سمیع د خصوصي سکتور د کړنو د ملاتړ تر څنګ ژمنه وکړه چې د مشرانو جرګې او د خصوصي سکتور فعالینو تر منځ به یوه ګډه ناسته د مشرانو جرګې په تالار کې جوړوي، تر څو د خصوصي سکتور ستونزو او ننګونو ته د حال لارې چارې ولټول شي.